منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کاپيسا په اله ساى کې وسله والو او ملکي وګړو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

محمودراقي (پژواک، ١٧ تله ٩٤): امنیتي چارواکي وايي چې د کاپیسا په اله ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتو کې ١٤ وسله وال وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

بلخوا د سيمې اوسېدونکي وايي چې په يادو نښتو کې ١٢ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو پرون له څو اړخونو د اله ساى پر ولسوالۍ بريدونه وکړل او وروسته له څو ساعتونو هغوى شاتګ اړ شول او جګړه ودرېده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د ذبيح الله په نوم د يوه قوماندان په ګډون ۱۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د امنیه قوماندان په وینا چې په دې نښته کې د يوې مېرمنې په ګډون د ملي اردو دوه سرتېري هم سرسري ټپیان شوي دي.

نوموړي وويل: ((وسله والو د بدراب له غره او دوو نورو نقطو څخه د اله سای ولسوالۍ پر تعمیر باندې برید کاوو، او د اردو په یو کمپ چې د شکوټ په سیمه کې موقعیت لري پرون سهار د ۵ بجو پر مهال برید کړی و چې یاده جګړه ماسپښین پای ته ورسېد.))

فايق وايي چې په دې جګړه کې له امنيتي ځواکونو سره هوايي ځواک هم ملتيا کوله او د اله ساى په غرونو کې يې پر وسله والو بريدونه وکړل.

دغه راز د ٢٠١ سېلاب قل اردو هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې په دې جګړه کې د دوو قوماندانانو په ګډون ٤٧ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادې قول اردو له قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې پرته له نورو جزئياتو راغلي چې په سيمه کې اوس جګړه پاى رسېدلې او وضعيت د دوى په کنټرول کې دى.

 خو د سیمې اوسېدونکي بيا وايي چې په دې جګړه کې ۱۲ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اله ساى د ميرخېل سيمې يوه اوسېدونکي شېرعالم پژواک ته وويل، د شکوت په سیمه کې په یو کور باندې هم مرمۍ لګېدلې چې دوه تنه یی وژلي او درى نور ټپیان شوي دي.

هغه زياتوي چې په ټپیانو کې مېرمنې هم شاملې دي.

دغه راز د اله ساى يو بل اسېدونکى سید خالد وايي چې د دان خېل او جعفرخېل په سیمو کې هم مرمۍ لګېدلي چې اوه تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه پژواک ته وويل: ((اوسمهال خلک په خپلو کورونو کې دي، د جګړې او د مرمیو د وېرې له امله څوک له کورونو څخه وتلى نه شي، ټپيان هم تر روغتون پورې نه شي وړلى، د اله ساى او تګاب پر لويه لاره جګړه روانه ده او موټر هم تګ راتګ نه شي کولاى.))

يو بل تن چې د اله ساى اوسېدونکى دى هم وايي چې د جګړو له امله له يادې ولسوالۍ په لسګونه کورنۍ د هېواد مرکز او د کاپیسا نورو سیمو ته بېځايه شوې او له بد حالت سره مخ دي.

د یادونې ده، اله سای د کاپیسا یوه نا امنه ولسوالۍ ده چې ولسمشر کرزي له واکمنۍ راهیسې تر اوسه يې ځینې برخې د وسله والو تر ګواښ لاندې دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه