کلات (پژاک، ٢١ تله ٩٤): چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په زابل ولايت کې د کابل- کندهار پر لويه لار يو لوى پول الوځولى دى.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د تلې په ٢١مه پژاک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د شاه جوى اړوند د بازرګان په سيمه کې وسله والو د کابل- کندهار د لويې لارې يو پول الوځولى دى.
د نوموړي په وينا، د دغه پول د نړېدو له امله د کابل- کندهار لويه لاره د يوې مودې لپاره بنده وه، خو د ملي اردو ځواکونو هلته استحکامي پول جوړ کړى دى او لاره بېرته پرانيستل شوه.
هغه زياته کړه چې د دې ولسوالۍ د حسن کارېز په سيمه کې د ملي اردو او وسله والو په جګړه کى يو طالب وژل شوى او وسله يې هم ترلاسه شوې ده.
د شاه جوى دوو اوسېدونکو نعيم او ميرزاخان وايي، د شاه جوى بازار د جګړې له وېرې تړل شوى او خلک په وېره کې دي.
خو د زابل د والي وياند وايي چې حالات تر کنټرول لاندې دي او ځيني دوکانونه د تبليغاتو له امله تړل شوي دي.
ده زياته کړه چې والي په خپله نن ښار ته وتلى و او د خلکو په منځ کې ګرځېده، هېڅ ستونزه نشته.
د زابل د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د کلات ختيځ ته د سپينې برګۍ او لوېديځ ته د پول سنګي په سيمو کې د پوليسو او وسله والو تر منځ جګړه روانه ده.
سرچينه وايي تر اوسه تلفات نشته خو لاره بنده ده.
د کلات- کندهار د لويي لارې د امنيتي کنډک مسوول غلام فاروق وايي چې د کلات لوېديځ ته د پول سنګي سيمه کې پيل شوې جګړه پاى ته ورسېده، څلور وسله وال وژل شوي چې د دوو جسدونه هم له دوى سره دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، وسله والو مخالفينو د يادې لويې لارې په اوږدو کې د غزني مرکز ته نږدې هم يو پول الوځولى او لاره يې له تېرو دوو ورځو راهيسې بنده کړې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP