ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ځينې سيمې بېرته له طالبانو نيول شوې

هلمند کې ځينې سيمې بېرته له طالبانو نيول شوې

author avatar
21 Oct 2015 - 15:07
هلمند کې ځينې سيمې بېرته له طالبانو نيول شوې
author avatar
21 Oct 2015 - 15:07

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ تله ۹۴): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې دغه ولايت ته تازه دمي سرتېري رسېدلي او په لښکرګاه، نادعلي او ګرشک ولسواليو کې يې د طالبانو پر وړاندې عمليات پيل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د لښکرګاه ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د باباجي سيمه او لښکرګاه ته څېرمه د نادعلي ولسوالۍ ځينې سيمې ونيولې.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن هلمند ته نوي امنيتي ځواکونه رسېدلي او په ځينو  سيمو کې يې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل کړي دي.

د ځواک په وينا، هغه سيمې چې تېره ورځ وسله والو طالبانو نيولې وې، نن بېرته د امنيتي ځواکونو تر ولکې لاندې راغلې دي.

ده وويل چې طالبان نه شي کولاى د لښکرګاه ښار ته ننوځي؛ ځکه اوس په هلمند کې کافي امنيتي ځواکونه شتون لري.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن شاه  محمود اشنا پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو نن سهار د وسله والو طالبانو پر وړاندې د لښکرګاه په باباجي، د نادعلي په چاه انجير او د ګرشک په مالګير سيمو کې عمليات پيل کړي دي.

اشنا زياته کړه چې په دغو سيمو کې له ځمکني ځواکونو سره  هوايي ځواکوانه هم مرستې کوي.

هغه وايي چې امنيتي ځواکونه اته کيلومتره مخې ته تللي او د څلورمې حوزې اړوند ټولې سيمې يې بېرته نيولې دي.

هغه د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کره شمېره په ډاګه نه کړه خو ويې ويل چې وسله والو طالبانو ته د امنيتي ځواکونو په پرتله ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمدرسول ځاځي پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې د يادو عملياتو په لړ کې د پنځو قوماندانانو په ګډون  ٦٦ وسله وال طالبان وژل شوي چې يوولس يې پاکستانيان دي.

خو يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې د يادو عملياتو په لړ کې تر ٤٠ ډېر پوليس او د شلو په شاوخوا کې د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د طالبانو له وېرې يو شمېر کسان د چاه انجير له سيمې کډه شوي دي.

وسله وال طالبان هم په هلمند کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي: ((که چېرې ملکي او نظامي کسان موږ ته  تسليم شي، د لښکرګاه ښار د نيولو پر مهال به ورته  عفوه وشي.))

هلمند د افغانستان د نا امنه ولايتونو له ډلې څخه دى چې اوسمهال نوزاد ولسوالۍ ټوله او د موسى کلا ولسوالۍ ډېرې سيمې د طالبانو په ولکه کې دي.

 

 

 

 

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.