مهترلام ( پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٤ ) : په لغمان ولايت کې د ادارې او حسابدارۍ دانسټيټيوټ لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه.
دغه ودانۍ د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ښار اړونده د کتب زيو په سيمه کې جوړه شوې، چې د والي عبدالجبار نعيمي او يو لړ نورو چارواکو له خوا يې پرانيسته وشوه.
نعيمي ددې پروژې د پرانيستې پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دا ودانۍ په دوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې چې ۱۶ درسي او ۸ اداري خونې او نور ټول اړين ملحقات لري.
هغه زياته کړه، چې پر دې ودانۍ څه دپاسه ١٧ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د پوهنې وزارت له بوديجې څخه د يوه کال په موده کې يې د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د نوي عصر د ټکنالوجۍ او د ښه درسي ماحول لپاره د مناسب ځای پر اهميت رڼا واچوله او محصلان وهڅول تر څو د يوې روښانه راتلونکي د هېواد د ابادۍ لپاره په زده کړو کې له يو بل سره سالمه سيالي وکړي .
هغه زياته کړه، چې تعليمي مرکزونه بايد له هر ډول توپيري او سياسي چال چلند څخه پاک وي او په دې مرکزونو کې بايد يوازې او يوازې د جوړونې او ابادۍ فکر شتون ولري.
د يادونې ده دغه انسټيټيوټ چې په ۱۳۹۱ لمريز کال تاسيس شوی تر دې دمه يې په دوه دورو کې ۳۷۷ تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي او دا مهال ۴۸۸ نارينه او ۶ ښځينه زده کوونکي لري چې له دې وړاندې يې په کرايي ودانۍ کې درسي چارې پر مخ بيولې.
login or register a new account.