منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۸ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لغمان کې د ادارې او حسابدارۍ انسټيټيوټ نوې ودانۍ پرانيستل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۱ کتنې

مهترلام ( پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٤ ) : په لغمان ولايت کې د ادارې او حسابدارۍ دانسټيټيوټ لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه.

دغه ودانۍ د لغمان ولايت د مرکز مهترلام ښار اړونده د کتب زيو په سيمه کې جوړه شوې، چې د والي عبدالجبار نعيمي او يو لړ نورو چارواکو له خوا يې پرانيسته وشوه.

نعيمي ددې پروژې د پرانيستې پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دا ودانۍ په دوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې چې ۱۶ درسي او ۸ اداري خونې او نور ټول اړين ملحقات لري.

هغه زياته کړه، چې پر دې ودانۍ څه دپاسه ١٧ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې  د پوهنې وزارت له بوديجې څخه د يوه کال په موده کې يې د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د نوي عصر د ټکنالوجۍ او د ښه درسي ماحول لپاره د مناسب ځای پر اهميت رڼا واچوله او محصلان وهڅول تر څو د يوې روښانه راتلونکي د هېواد د ابادۍ لپاره په زده کړو کې له يو بل سره سالمه سيالي وکړي .

هغه زياته کړه، چې تعليمي مرکزونه بايد له هر ډول توپيري او سياسي چال چلند څخه پاک وي او په دې مرکزونو کې بايد يوازې او يوازې د جوړونې او ابادۍ فکر شتون ولري. 
د يادونې ده دغه انسټيټيوټ چې په ۱۳۹۱ لمريز کال تاسيس شوی تر دې دمه يې په دوه دورو کې ۳۷۷ تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي او دا مهال ۴۸۸ نارينه او ۶ ښځينه زده کوونکي لري چې له دې وړاندې يې په کرايي ودانۍ کې درسي چارې پر مخ بيولې.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه