کابل (پژواک،٢٧مرغومى ٩٤) : د کاپيسا د يو شمېر نا امنو سيمو اوسېدونکي وايي چې د شپې له خوا مخابراتي اسانتياوو ته لاسرسى نه لري او اوس وسله والو مخالفينو د سلام سيم کارت پر کارولو هم بنديز لګولى دى.
سلام د دولت اړوند ټیلېفوني شبکه ده چې شاوخوا دوه کاله مخکې يې پر فعاليت پيل کړى دى.
د کاپيسا د نا امنو او غرنيو سيمو اوسېدونکي وايي، له څو کلونو راهيسې د دوی په سيمو کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیږ لګېدلی چې له امله يې نه شي کولى د شپې له خوا چا سره اړيکې ونيسي.
دوى زياتوي چې وسله والو مخالفينو یې اوس په سيمو کې د سلام شبکې پر سیمکارت هم بنديز لګولى او ګواښ يې کړى چې که یې له چا سره پيدا کړي، د جاسوسۍ په تور به يې ووژني.
د دغه ولايت د نجراب ولسوالۍ د پچغان سيمې اوسېدونکی خالد وايي چې اوس سلام شبکه د شپې او ورځې کار کوي او لګښت يې هم کم دی، خو وسله والو مخالفينو ګواښ کړى چې د سلام شبکې سيم کارت دې خلک نه کاروي.
د نوموړي په وينا، وسله والو په دې اړه پر خلکو نغدي جريمې هم ايښې دي او يو شمېر خلک يې پر دې تور وهلي او وژلي هم دي.
خالد وايي: ((وسله وال فکر کوي د چا سيمکارت چې فعال وي هغه به له حکومت سره کار کوي، خو وسله والو د شپې د بريدونو د وېرې له امله پر مخابراتي شبکو د شپې له خوا بندیز لګولى، خو دا چې د سلام د شپې له خوا کار کوي، طالبانو ګواښ کړی، که له چا سره يې د شپې او يا هم د ورځې د سلام سيم کارت پيدا کړ، نو د جاسوس په نوم به يې ووژني.))
د حاجي ګل احمد په نوم د اله سای ولسوالۍ د اسکين سيمې اوسېدونکى وايي چې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو او په ځانګړې توګه پر سلام سيم کارت بنديز له زياتو ستونزو سره مخ کړي دي.
د هغه په وينا، که د شپې له خوا څه پېښه رامنځته شي، نو دوى د وسله والو له وېرې نه له کوره وتلى شي او نه هم له چاسره ټيلېفوني اړيکې نيولى شي.
ده زياته کړه: ((که په کور کې ناروغ وي، نو له ډاکتر سره اړيکې نه شو نيولى او که بهر وځي او طالبانو مو له سيم کارت سره ونيسي بيا مو د جاسوس په تور وژني.))
د تګاب ولسوالۍ يو اوسېدونکى شېرين دل بيا له حکومته غواړي چې پر ټولو مخابراتي شبکو فشار راوړي څو د شپې له خوا هم فعاليت وکړي.
د هغه په وينا، دا ډېره ستونزمنه ده چې له ماښامه تر سهاره پورې ټولې شبکې بندې وي او که هره ستونزه ولري، له کوره وتلی نه شي.
login or register a new account.