منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۱ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

طالبانو د کاپیسا په ځینو سیمو کې د سلام سیمکارت پر کارولو بندیز لګولی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۷۹ کتنې

کابل (پژواک،٢٧مرغومى ٩٤) : د کاپيسا د يو شمېر نا امنو سيمو اوسېدونکي وايي چې د شپې له خوا مخابراتي اسانتياوو ته لاسرسى نه لري او اوس وسله والو مخالفينو د سلام سيم کارت پر کارولو هم بنديز لګولى دى.

سلام د دولت اړوند ټیلېفوني شبکه ده چې شاوخوا دوه کاله مخکې يې پر فعاليت پيل کړى دى.

د کاپيسا د نا امنو او غرنيو سيمو اوسېدونکي وايي، له څو کلونو راهيسې د دوی په سيمو کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیږ لګېدلی چې له امله يې نه شي کولى د شپې له خوا چا سره اړيکې ونيسي.

دوى زياتوي چې وسله والو مخالفينو یې اوس په سيمو کې د سلام شبکې پر سیمکارت هم بنديز لګولى او ګواښ يې کړى چې که یې له چا سره پيدا کړي، د جاسوسۍ په تور به يې ووژني.

د دغه ولايت د نجراب ولسوالۍ د پچغان سيمې اوسېدونکی خالد وايي چې اوس سلام شبکه د شپې او ورځې کار کوي او لګښت يې هم کم دی، خو وسله والو مخالفينو ګواښ کړى چې د سلام شبکې سيم کارت دې خلک نه کاروي.

د نوموړي په وينا، وسله والو په دې اړه پر خلکو نغدي جريمې هم ايښې دي او يو شمېر خلک يې پر دې تور وهلي او وژلي هم دي.

خالد وايي: ((وسله وال فکر کوي د چا سيمکارت چې فعال وي هغه به له حکومت سره کار کوي، خو وسله والو د شپې د بريدونو د وېرې له امله پر مخابراتي شبکو د شپې له خوا بندیز لګولى، خو دا چې د سلام د شپې له خوا کار کوي، طالبانو ګواښ کړی، که له چا سره يې د شپې او يا هم د ورځې د سلام سيم کارت پيدا کړ، نو د جاسوس په نوم به يې ووژني.))

د حاجي ګل احمد په نوم د اله سای ولسوالۍ د اسکين سيمې اوسېدونکى وايي چې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو او په ځانګړې توګه پر سلام سيم کارت بنديز له زياتو ستونزو سره مخ کړي دي.

د هغه په وينا، که د شپې له خوا څه پېښه رامنځته شي، نو دوى د وسله والو له وېرې نه له کوره وتلى شي او نه هم له چاسره ټيلېفوني اړيکې نيولى شي.

ده زياته کړه: ((که په کور کې ناروغ وي، نو له ډاکتر سره اړيکې نه شو نيولى او که بهر وځي او طالبانو مو له سيم کارت سره ونيسي بيا مو د جاسوس په تور وژني.))

د تګاب ولسوالۍ يو اوسېدونکى شېرين دل بيا له حکومته غواړي چې پر ټولو مخابراتي شبکو فشار راوړي څو د شپې له خوا هم فعاليت وکړي.

د هغه په وينا، دا ډېره ستونزمنه ده چې له ماښامه تر سهاره پورې ټولې شبکې بندې وي او که هره ستونزه ولري، له کوره وتلی نه شي.

د کاپيسا د ولايتي شورا رييس عزيزالله ساپی هم يادې ستونزې مني او وايي چې له څو کلونو راهيسې په يادو سيمو کې مخابراتي شبکې د شپې له خوا کار نه کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې يواځې سلام شبکې فعاليت کاوو، خو اوس وسله والو پر دې هم بنديز لګولى دى.

د کاپيسا امنيه قوماندان عبدالکريم فايق په ځينو نا امنو سيمو کې د مخابراتي شبکو د بندېدو خبره تاييدوي او وايي چې که اړوند شبکه په غرنيزو سيمو انتونه ولګوي، نو دا ستونزه هوارېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې ستونزه د خلکو هم ده، دوى بايد د وسله والو پر ضد يو موټى شي او د ټيلېفوني انتونونو ساتنه وکړي.

هغه وايي چې دوى به د دې ستونزې د هواري لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

د يادونې ده، مخابراتي شبکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې په کابل کې د يادو شبکو مسوولينو ويلي چې حکومت د تړون له مخې دوى نه شي کولى په هغو نا امنو سيمو کې چې د دوى کارکوونکو ته ستونزې وي، فعاليت وکړي.

وسله والو مخالفينو ترواسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه