ژبه

حفيظ خان: غواړم د هندي فلمونو له لارې د افغانستان نوم وځلوم

جاويد هميم کاکړ

فبروري 22, 2016 - 11:35 am

Views: 122

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٤): ځوان افغان فلمي لوبغاړى وايي، غواړي چې د افغانستان نوم د هندي فلمونو له لارې روښانه کړي.

دغه افغان فلمي لوبغاړى عبدالحفيظ خان نومېږي، د کابل ولايت اوسېدونکى دى، ٢١ کاله عمر لري ، هغه په ٢٠٠٨ زېږديز کال د زده کړو لپاره هندوستان ته تللى دی.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې پلار يې د افغانستان په ملي دفاع وزارت کې ډګروال دی او دی يې د ښه ژوند او زده کړو لپاره هندوستان ته ولېږه.

نوموړى وايي چې لومړنۍ زده کړې يې په نوي ډيلي کې پيل کړې تر دوولسم وروسته هغه اوس د انجنيري په برخه کې زده کړې کوي، خو ورسره يې فلمونو او ډرامو کې هم کار پيل کړى دى.

حفيظ خان وايي، کله چې په ٢٠١٢ زېږديز کال کې له ښوونځي فارغ شو، نو په فلمونو کې د کار کولو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې.

 

د نوموړي په وينا، د ښوونځي پر مهال يې د تمثيل په بېلابېلو ورکشاپونو او کورسونو کې برخه واخيسته او په دې برخه کې يې هم سندونه ترلاسه کړي دي.

هغه وايي، چې په ٢٠١٣ او ٢٠١٤ کلونو کې د هندوستان د يوه خصوصي تلويزيون په م

شهوره ډرامه (سي ای ډي) او يوه بله ډرامه (سوادان) کې يې هم نقش لوبولى او دغه راز په يو شمېر تياترونو او سټېج ډرامو کې يې هم رول لوبولى دى.

نوموړى زياتوي، چې د هندي سينما وتلى ستورى شاه رخ خان يې ډېر خوښېږي او د هماغه د فلمونو په ليدلو سره يې په دې برخه کې د کار کولو مينه پيدا شوه.

دى اوس مهال د هند له وتلي سينمايي ستوري عامر خان سره د (دنګل) په نوم په يوه فلم کې رول لوبوي. دغه فلم ټاکل شوې چې د ٢٠١٦ کال په سپټمبر مياشت کې نندارې ته وړاندې شي.

پژواک خبري اژانس له حفيظ خان سره مرکه کړې چې په لاندې ډول ده:

ښاغليه لومړی که ځان معرفي کړئ ښه به وي

زه عبدالحفيظ خان نومېږم او د کابل ولايت اوسېدونکى يم، په ١٩٩٥ زېږديز کال کې په کابل کې زېږېدلى ىم، لومړنۍ زده کړې مې د هندوستان په نوي ډيلي ښار کې کړې دي، او اوس دلته د انجنيرۍ پوهنځي محصل لرم.

پوښتنه: هندي فلمونو سره دې څه ډول مينه پيدا شوه؟

ځواب: زه چې کله په ښوونځي کې وم له ماشومتوب څخه مې هندي فلمونو سره مينه وه، کله چې زه په پنځم ټولګي کې وم، نو د هندي فلمونو ډايلاګونه مې تکرارول، ما هېڅکله دا فکر نه کاوو چې ګواکې زه به يوه ورځ په خپله په فلم کې نقش لوبوم.

پوښتنه: کله هندوستان ته راغلئ؟

ځواب: په ٢٠٠٨ زېـږديز کال کې د زده کړو لپاره نوي ډيلي ته راغلم، خو يوه ورځ به بېرته خپل هېواد ته ستنېږم، څو د خپلو هېوادوالو خدمت وکړم. خو اوس مهال زه مينه لرم چې هندي سيمنا کې کار وکړم، دا صنعت مې ډېر خوښېږي، له ماشومتوب مې ورسره مينه لرله، دلته ډېر مشران او تکړه هنرمندان شته او زه له دوى ډېر څه زده کوم.

پوښتنه: په يوه هندي فلم کې دې څه ډول رول ترلاسه کړ، چا درسره مرسته وکړه؟

ځواب: په هندي سينما يا فلم کې رول ترلاسه کول اسانه کار نه دى، ما د دې لپاره ډېرې هلې ځلې کړې، کورسونه مې ويلي، زده کړې مې کړې، په تياتر، ډرامو او سټيج ډرامو کې مې رولونه لوبولي دي او د دنګل فلم لپاره مې ٧٠ ځلې ازموينې ورکړې بيا يې انتخاب کړم.

پوښتنه: په يوه فلم کې د رول ترلاسه کولو لپاره څه په کار دي؟

ځواب: د يوه هندي فلم د رول لپاره هغوى د هندوستان په بېلابېلو ښارونو کې تر لسو زرو زيات لومړنۍ ازموينې اخلي. ما د دنګل فلم لپاره لومړۍ ازموينه د ٢٠١٥ کال په سپټمبر کې ورکړه، خو تر هغې وروسته يې بيا راڅخه د دغه رول يا نقش لپاره ٥٠ نورې ازموينې واخيستې.

پوښتنه: هندي سينما ته د لارموندې لپاره چا درسره مرسته وکړه؟

ځواب: لومړى مې راسره خپلې مور ډېره مرسته وکړه او زما ملاتړ يې وکړ، هغې تل هڅه کړې چې زه خپلو هيلو ته ورسېږم او زه يې تل هڅولى يم چې يو ښه فلمي لوبغاړى شم.

پوښتنه: له هندي سينما څخه دې څه تجربه ترلاسه کړې؟

ځواب: زه د دنګل فلم چې عامر خان هم په کې مرکزي نقش لري، د ټېم غړى يم، دلته ډېر پياوړي کسان کار کوي، له دوى څخه ما ډېر شيان زده کړي او تجربې مې ترلاسه کړې دي.

پوښتنه: دوى (هنديان) د افغانستان په اړه څه فکر لري؟

ځواب: دلته ټول افغانستان ته په ښه نظر او د هند د نږدې ملګري په توګه ګوري. دوى وايي چې افغانستان ښکلى هېواد دى، ښه هوا او مېوه لري، سره له ډېرو جګړو يې خپل شناخت ساتلى دى، دوى له افغانستان سره ډېره مينه او ورته درناوى لري، دوى د افغانانو ښ

ه مېلمه پالنه کوي، دوى غواړي چې هر وخت افغانستان ته سفرونه وکړي او ښکلې سيمې او ښکلى کلتور له نږدې څخه وګوري، خو له نا امنيو اندېښنه لري.

پوښتنه: ستاسو د خوښې هندي فلمي لوبغاړى څوک دى؟

ځواب: شاه رخ خان، هغه ډېره وړتيا لري، له ماشومتوبه مې د هغه فلمونه کتل او خوښېږي مې، هغه له هندي سينما او فلمونو سره ډېره مينه لري او د زړه له کومي کار کوي، زه د نورو تر څنګ ده ته ډېر درناوى لرم، زما ارمان دى چې ورسره له نږدې کار وکړم.

پوښتنه: نورو افغانانو ته په هندي سينما کې چانس شته؟

ځواب: په هندي سينما کې د افغانانو لپاره ډېر چانسونه شته، څوک چې ښه وړتيا او مينه لري، سخت کار سره بلد وي، حوصله ولري، نو چانس ترلاسه کولى شي.

پوښتنه: په هندي سينما کې خپل راتلونکى څه ډول ګورئ؟

ځواب: زه اوس ډېر ځوان يم، نوى راغلى يم، زه اټکل نه شم کولى، هندي سينما لوى صنعت دى، ډېر با استعد

اده خلک دلته کار کوي، زه هيله لرم چې تر دغه فلم وروسته په نورو کې هم راته د رول لوبولو چانس راکړل شي.

پوښتنه: افغانانو ته څه پيغام لرئ؟

ځواب: پيغام مې دا دى چې له يو بل سره مينه وکړي، په مينه کې ژوند وکړي، موږ په يوه ښکلي تاريخي هېواد کې اوسېږو، ښکلې هوا، اقليم، کلتور او دودونه لري.

افغانانو ته مې پيغام دى چې د نورو په تمه دې نه کېږي، چې هېواد به ورته جوړ کړي، په خپله دې لاس په کار شي، ځوانان او نوى نسل د افغانستان په راتلونکي کې مهم رول لوبولى شي. موږ بايد د سولې لپاره کار وکړو چې زموږ دين اسلام د سولې دين دى، يو بل ته د خپل هېواد د بيارغونې، امنيت، سولې او پرمختګ لاسونه ورکړو.

زه غواړم، د هندي سينما له لارې دافغانستان نوم روښانه کړم، نور افغانان دې هم دغه کار وکړي او پخپلو برخو کې دې خپل هېواد ته خدمت وکړي.