کلات (پژواک، ٦ کب ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې د وسله طالبانو يو ولسوال وژل شوى دى.
د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته تېره شپه د اټغر ولسوالۍ د زيارت په کلي کې شوې وه.
هغه زياته کړه چې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ په دې نښته کې د اټغر ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له خوا ټاکل شوى ولسوال ملا نصير له دوو نورو ملګرو سره وژل شوى دى.
فراهي وويل چې په دې نښته کې پوليسو او د سيمې اوسېدونکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP