منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

زابل کې د طالبانو يو ولسوال وژل شوى

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۶ کتنې

کلات (پژواک، ٦ کب ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې د وسله طالبانو يو ولسوال وژل شوى دى.

د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته تېره شپه د  اټغر ولسوالۍ د زيارت په کلي کې شوې وه.

هغه زياته کړه چې د پوليسو او وسله والو طالبانو  تر منځ په دې نښته کې د اټغر ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له خوا ټاکل شوى ولسوال ملا نصير له دوو نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

فراهي وويل چې په دې نښته کې پوليسو او د سيمې اوسېدونکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه