قلعه نو(پژواک، ٩ کب ٩٤): د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې يوه ښځه وژل شوې او خاوند يې چې د هغې په قتل تورن دى، تښتېدلى دى.
د قادس ولسوال ميرزا علي بېدار، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ښځه تېره ورځ مازيګر مهال په "تېلک" کلي کې زندۍ شوې او وژل شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، لومړني معلومات ښيي چې دغه ښځه يې خپل مېړه د کورني تاوتريخوالي په پايله کې وژلې ده.
ده وويل چې د ښځې مېړه تښتېدلى دى.
ولسوال وويل چې دولتي کسان د يادې قضيې د څېړلو لپاره سيمې ته نه شي ورتلى، ځکه چې دغه سيمه د دولت د وسله والو مخالفينو په واک کې ده ، خو دى هڅه کوي چې موضوع د سيمې د مخورو په مرسته تعقيب کړي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سيمې له خلکو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
په افغانستان کې هر کال لسګونه ښځې د تاوتريخواليو په ورته پېښو کې وژل کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP