واشنګټن (پژواک، ۱۰ غویی ۹۵): دامریکا د دفاع وزارت د افغانستان په کندوز ولایت کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون ترسره شوی بمبار جنګي جرم نه ګڼي او زیاتوي، چې دا انساني تیروتنه وه.
تیر کال د تلې د میاشتې په ۱۱مه، نیټه وروسته له هغه، چې وسله والو طالبانو د کندوز ښار ونیولو، امریکایي، ځواکونو په دغه ښار کې د بې پولې ډاکټرانو نړیوال تنظیم پر روغتون هوایي بمبار وکړ، چې له امله یې د ډاکټرانو، نرسانو، ناروغانو او پیوازانو په ګډون ۴۲ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شوي وو.
دامریکا د د دفاع وزارت د غویي په ۱۰مه، د یادې پېښې د څیړنو بشپړې وروستۍ پایلې اعلان کړي او ویلي یې دي، چې دا جنګي جرم نه، بلکې انساني تیروتنه وه.
د امریکاد وسله والو ځواکونو دمرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف وټیل په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې ځواکونو یې دکندوز د عملیاتو پر مهال د عملیاتو قوانینو باندې عمل نه و کړی.
خو هغه زیاته کړه، چې د ځواکونو دغه کړنه یې جنګي جرم نه شمیرل کیږي.
ده ویلي : (( په یادو عملیاتو کې برخه اخیستونکو ځواکونو نه پوهیدل، چې اړونده ودانۍ کې روغتون دی.)
دغه جنرال ویلي، چې په یاده پېښه د هر وژل شوي تن کورنۍ ته ۶ شپږ زره ډالر او ټپي ته درې زره امریکایي ډالر وکړل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د بې پوله ډاکټرانو روغتون د بیارغونې لپاره ۵،۷ میلیونه ډالره منظور شوي دي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ققوماندان وویل، چې په یاده پېښه کې د دوو لوړ پوړو افسرانو په ګډون ١٦ سرتیرو تیروتنه کړې وه، چې دسپلیني سزا به ورکول کیږي.
د امریکا دقانون له مخې له دندې ګوښه کیدل، غیر حاضر کیدل او یا کسر معاش کول، په دسپلیني سزا کیږي.
پر کندوز روغتون د امریکا برید په نړیواله کچه غندل شوی و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP