باميان (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٥): د باميانو په شيبر او سیغان ولسواليو کې پر امنيتي پوستو د طالبانو بريد له امله درې پوليس او شپږ طالبان وژل شوي او د پنځو پوليسو په ګډوڼ ١٥ کسان ټپيان شوي دي.
د باميانو والي وياند عبدالرحمن احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو پرون له سپينو بيرغونو سره، د سيغان ولسوالۍ په دهنه سيغان سيمه او د شېبر ولسوالۍ په سنګپر سيمه کې پر دوو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
نوموړي وويل کله چې مرستندوی ځواکونه د ولايت له مرکزه د پوستو پر لورې ور روان شول، د لارې په اوږدو کې د طالبانو پر کمين برابر شول.
هغه وويل چې له امنيتي ځواکونو سره د طالبانو په نښته کې د يوې امنيتي پوستې د قوماندان په ګډون درې پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان شول.
د باميان ولايت وياند زياته کړه چې دې نښته کې شپږ طالبان هم وژل شوي، ١٠ نور ټپيان دي او دوه ډلمشران يې نيول شوي هم دي.
نوموړي وويل چې د مولوي سيف الدين په نوم د طالبانو ياد بريد اصلي لارښود هم د ټپيانو په ډله کې دى.
احمدي په دوام وويل چې په دغه بريد کې څه باندې سلو طالبانو برخه اخيستې وه او دغه بريد د بغلان ولايت په تاله او برفک ولسوالۍ کې تنظیم شوى و او له درنې مرګ ژوبلې وروسته طالبان بېرته تاله اوبرفک ته وتښتېدل.
د سيمې يوه اوسېدونکي خداداد وويل چې له تېرې ورځې تر نن سهار پورې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ درنه نښته روانه وه او اوس طالبان غرونو ته پناه وړې ده.
هغه وويل: "دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو کره شمېره يې راته معلومه نه ده، دواړو غاړو هڅه کړې چې د جګړې په مهال خپل ټپيان او مړي د جګړې له ډګر څخه وباسي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن