لښکرګاه (پژواک، ۲۰ تله ۹۵): د هلمند چارواکي وايي چې که څه د وسله والو طالبانو پلانونه يې له ناکامۍ سره مخ کړي خو څلور اونۍ نور به هم دغه جګړه دوام وکړي.
دغه څرګندونې د هلمند والي حيات الله حيات د تلې په ٢٠مه په هغې خبري غونډه کې وکړې چې د دغه ولايت امنيتي چارواکو هم په کې ګډون درلود.
حيات وويل چې په دې وروستيو کې د لښکرګاه د سقوط خطر لرې شوى او د طالبانو ټول پلانونه له ناکامۍ سره مخ دي.
هغه زیاته کړه: ((سلګونه تازه دمي سرتېري لښکرګاه ته رسېدلي چې ډېر ژر به له پلان سره سم عملیات پیل کړي، خو دا جګړه به بیا هم په احتمالي توګه له درېيو تر څلورو اونیو پورې دوام وکړي.))
حیات وویل چې په هېواد کې جګړه د ګاونډيو هېوادونو د فشارونو له امله روانه ده او غواړي چې خپلې غوښتنې په افغان حکومت ومني.
خو هغه په دې برخه کې نور جزئيات ورنه کړل.
نوموړي دا هم وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لښکرګاه، مارجې، نادعلي او ګرمسېر ولسوالیو کې د طالب قوماندانانو په ګډون ۸۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په همدي خبري ناسته کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال ولي محمد احمدزي وویل چې امنيتي ځواکونو حالات کنټرول کړي دي.
ده وويل چې يواځې د لښکرګاه ښار د امنيت د ساتنې په موخه سلګونه ګومانډو، ضربتي او ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي.
هغه زیاته کړه، همدا اوس د لښکرګاه په مربوطاتو کې دری ځایه علمیات روان دي او ډير ژر به حالات نور هم سم شي.
هغه په نادعلي، چاه انجير او باباجي سيمو کې امنيتي ځواکونه مرګ ژوبله او طالبانو ته د هغو تسليمېدل رد کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې د چاه انجیر او باباجي د کمربند سرتېرو چې له پنځو ورځو راهيسې کلابند وو، يا وژل شوي او يا هم دوى سره يو ځاى شوي دي.
login or register a new account.