منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۶ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حیات: د هلمند جګړه به تر یوې میاشتې پورې کابو شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲۰ تله ۹۵): د هلمند چارواکي وايي چې که څه د وسله والو طالبانو پلانونه يې له ناکامۍ سره مخ کړي خو څلور اونۍ نور به هم دغه جګړه دوام وکړي.

دغه څرګندونې د هلمند والي حيات الله حيات د تلې په ٢٠مه په هغې خبري غونډه کې وکړې چې د دغه ولايت امنيتي چارواکو هم په کې ګډون درلود.

حيات وويل چې په دې وروستيو کې د لښکرګاه د سقوط خطر لرې شوى او د طالبانو ټول پلانونه له ناکامۍ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: ((سلګونه تازه دمي سرتېري لښکرګاه  ته رسېدلي چې ډېر ژر به  له پلان سره سم عملیات پیل کړي، خو دا جګړه به  بیا هم په  احتمالي  توګه له درېيو تر څلورو اونیو پورې دوام وکړي.))

حیات وویل چې په هېواد کې جګړه د ګاونډيو هېوادونو د فشارونو له امله روانه ده او غواړي چې خپلې غوښتنې په افغان حکومت ومني.

خو هغه په دې برخه کې نور جزئيات ورنه کړل.

نوموړي دا هم وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لښکرګاه، مارجې، نادعلي او ګرمسېر ولسوالیو کې د طالب قوماندانانو په ګډون ۸۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په همدي خبري ناسته کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال ولي محمد احمدزي وویل چې امنيتي ځواکونو حالات کنټرول کړي دي.

ده وويل چې يواځې د لښکرګاه ښار د امنيت د ساتنې په موخه سلګونه ګومانډو، ضربتي او ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه، همدا اوس د لښکرګاه په مربوطاتو کې دری ځایه علمیات روان دي او ډير ژر به حالات نور هم سم شي.

هغه په نادعلي، چاه انجير او باباجي سيمو کې امنيتي ځواکونه مرګ ژوبله او طالبانو ته د هغو تسليمېدل رد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې د چاه انجیر او باباجي د کمربند سرتېرو چې له پنځو ورځو راهيسې کلابند وو، يا وژل شوي او يا هم دوى سره يو ځاى شوي دي.

په دې غونډه کې د هلمند د پولیسو د ۵۰۵ زون  قوماندان مل  پاسوال محمد حکیم  انګار وویل، دوی پوره چمتووالی لري خو د هلمند جګړه  له طالب سره  نه، بلکې له ځنیو هېوادونو سره ده.

د ده په وینا، وخت ته اړتیا شته چې مخالفین وځپل شي او دې ستونزو ته په بشپړه توګه د پاى ټکی کېښودل شي.

انګار هم وویل، امنيتي ځواکونه غښتلي دي، تېره ورځ يې په یوه ساعت کې په دويمه امنيتي حوزه کې طالبانو ته ماتې ورکړه.

د یادونې ده، دا مهال د لښکرګاه ښار د بـست کلا او خوشک ابي سيمو پرته په نورو درېيو لورو کې جګړې روانې دي.

په دې وروستيو څو ورځو کې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په دويمه، درېيمه او څلورمې امنيتي حوزو په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ دوامداره جګړې روانې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه