ژبه

داعش ډلې په غور کې څه باندې ٣٠ ملکي وګړي وژلي

توسط محمد حسن حكيمى

اکتوبر 26, 2016 - 11:54 am

Views: 79

 

فيروزکوه (پژواک، ٥ لړم ٩٥): د غور ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې اسلامي دولت نومې ډلې(داعش) څه باندې ٣٠ ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.

دغو سرچينو ويلي چې داعش ډلې ته منسوبو وسله والو تېره ورځ ٣٨ ملکي وګړي چې ټول نارينه دي او زيات يې کروندګر او خلک وو، د غور ولايت مرکز فيروز کوه ښار اړوند غلمين سيمې نه برمته کړي دي.

د غور د ځايي سرچينو په خبره، وروسته له هغه چې ياد شوي کسان د داعش له لوري وتښتول شول، امنيتي او ولسي ځواکونو د غور د مرکز غلمين او مرغاب سيمه کې د هغوى د ژغورنې لپاره د داعش ډلې له افرادو سره نښته وکړه چې په پايله کې يې درې ولسي ځواکونه او د داعش يو کليدي غړى و وژل شول.

دغه ځايي سرچينو ويلي چې داعش ډلې د خپل يوه کليد غړي د وژل کېدو په غبرګون او غچ اخيستونکي اقدام کې ټول ٣٨ کسان چې برمته کړي يې وو، په ډزو وژلي دي.

دغور والي عبدالناصر خاضع ، د چهار شنبې په ورځ (د لړم ٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، لومړني راپورونه څرګندوي چې داعش دلې ٢٨ ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.

خو د غور دغه لوړي پوړي ځايي چارواکي ويلي چې دغه شمېره د بدلون په حال کې ده.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.