لښکرګاه (پژواک، ٢٢ لړم ٩٥): د هلمند والي، څلور پوليس له موټرچلوونکو د پیسو اخيستو پر مهال لاس په لاس نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي کړي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د هلمند د والي له مطبوعاتي دفتره د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند والي حيات الله حيات د خلکو د شکايتونو پر بنسټ د يو شمېر لويو لارو له پوستو څخه ليدنه وکړه.
سرچينه زياتوي چې په دې لويو لارو کې والي په خپله له موټر چلوونکو او خلکو د امنيتي ځواکونو د چلند په اړه پوښتنې وکړې.
د سرچينې په حواله، والي د لارې په اوږدو کې څلور هغه پوليس هم ونيول چې له موټر چلوونکو څخه يې پيسې اخيستې.
خبرپاڼه کې راغلي: ((دغه پوليس عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شول او يو شمېر نورو پوليسو چې له خلکو سره يې سم چلند کاوه هغوى د والي له لوري مکافات شول.))
د والي د يادې کړنې په اړه د هلمند مدنې ټولنې مشر سردارمحمد همدرد پژواک ته وويل چې دغه ډول کړنې د دولت او خلکو تر منځ واټن له منځه وړي.
هغه زياته کړه: ((دا يو ښه ګام دى موږ يې ستاينه کوو.))
دغه راز د هلمند والي خلکو ته ډاډ ورکړ چې شته ستونزې به حل شي او خبرداری یې ورکړ چې د پولیسو له خوا د یادو ناقانونیو د دوام په ترڅ کې به د پوستو قوماندانان او مسوولین هم مجازات کړي.
هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې په مرکز لښکرګاه ښار کې هم دوامداره جګړې روانې دي.
login or register a new account.