کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٥): په داسې حال کې چې د شاوخوا شپږ زره ښي اړخ اشترينګ لرونکو موټر د جواز سير نېټې له پاى ته رسېدو نږدې اته مياشتې تېرېږي، خو لا هم دغه موټر له ترافيکي بهيره نه دی ايستل شوي او د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د قانون خلاف تګ راتګ کوي.
په وروستيو څو کلونو کې ګڼ شمېر ښی اشترينګ لرونکي موټر د هېواد د ترافيکي قانون خلاف افغانستان ته وارد شوي دي. له دې ډلې يو شمېر موټرو ته پخوا دايمي جواز سير ورکړل شوى، خو د وزيرانو شورا د ١٣٩٠ کال د مصوبې له مخې، دا ډول شپږ زره موټرو ته پنځه کلن جواز سير ورکړل شوى چې اوس يې د نېټې له پوره کېدو يې نږدې اته مياشتې تېرېږي.
د کابل د ترافيکو عمومي مدير مل پاسوال سيد محبوب شاه سادات د دې پخلى وکړ چې ښی اشترينګ لرونکي موټر تر ډېره په هېواد کې د ترافيکو پېښو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
د نوموړي په خبره، د هېواد د ترافيکو قانون په پام کې نيولو سره، په افغانستان کې له چپ اړخ اشترينګ لرونکو موټرو نه ګټه اخيستل کېږي او د ښي اشترينګ لرونکو موټرو لپاره د ليد ساحه ډېره کمه ده.
سادات وويل: ((موږ د ښي اړخه اشترينګ لرونکو موټرو د جواز سير نېټو له پاى ته رسېدو مخکې، له ارګ او کورنيو چارو وزارت څخه د دغو موټرو د ټولولو، درولو او يا تمديد غوښتنه وکړه، خو تر اوسه په دې اړه کوم تصميم نه دى نيول شوى، څو په رڼا کې يې اقدام وکړو.))
هغه په دې اړه چې په کوم ولايت کې څومره پنځه کلن جواز سيرونه وېشل شوي، څه ونه ويل.
خو د کابل ترافيکو رياست څه موده وړاندې پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې په کابل کې د نږدې ١٦٣ او په هرات کې له ١٥٠ تر ٢٠٠ ښي اړخ اشترينګ لرونکو موټرو د جواز سير نېټه بشپړه شوې او د قانون خلاف فعاليت کوي.
د کابل ترافيکو عمومي مدير وويل، که چېرته د حکومت مشرتابه، د دغو وسايطو ټولولو لارښوونه وکړي، د ترافيکو اداره کولى شي چې له يوې تر دوو اوونيو پورې، ټول موټر راټول کړي او له ترافيکي بهيره يې وباسي.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په قانون کې هر څه روښانه شوي او په کومو مسايلو کې چې قانون ښکاره وي، لارښوونې ته اړتيا نشته او پوليس ترافيک بايد په دې برخه کې د هېواد له موجوده قوانينو سره سم عملي اقدام وکړي.
هغه زياته کړه: ((ترافيکو ته زموږ لارښوونه دا ده چې د افغانستان له قوانينو سره سم د هغو موټرو په برخه کې قانوني اقدام وکړي چې قانوني اسناد نه لري.))
د کابل د ترافيکو عمومي مدير وويل چې په دې وروستيو کې يې دوه زره موټر سايکلونه، څه باندې ٣٥٠ بېلابېل بې اسنادو موټر د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې نيولي او د ماليې وزارت ګمرګاتو ته يې سپارلي دي.
هغه په ډاګه کړه چې د کابل ترافيکو چارواکي، د ترافيکي نظم د ښه والي او په ښار کې د امنيت ښه کېدو په موخه هڅه کوي چې په کابل ښار کې هغه موټر چې جواز سير او اسناد نه لري، پيدا او ضبط کړي چې دغه کار به راتلونکي کې هم دوام ولري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP