شبرغان (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو شاعر او لیکوال سیدمحمد عابدي وايي، شعر د شهرت لپاره نه، بلکې د هېواد د خلکو د کړاوونو او هیلو د انعکاس لپاره لیکي؛ هغه چې اوس له فقره ځورېږي، له اسلامي امارته غواړي چې د ده او نورو قلموالو ملاتړ وکړي.
شبرغان ښار کې له یوه شاعر سره د پژواک خبري اژانس د خبریال ځانګړې مرکه
د شبرغان ښار په یوه کوڅه کې یو داسې کس ژوند کوي چې شعر د شهرت لپاره نه، بلکې د خپلو خلکو د کړاوونو، هیلو او هویت د انعکاس لپاره لیکي.
سیدمحمد عابدي چې ۶۸ کاله عمر لري، د شبرغان ښار په «یکهباغ» کلي کې له خپلې نههکسیزې کورنۍ سره ژوند کوي؛ ساده او معمولي ژوند لري خو د شعرونو په لیکلو یې خپل ژوند رنګین کړی دی.
هغه چې له نظامي ښوونځي فارغ دی او څه باندې ۲۰ کاله یې هلته کار کړی خو وروسته له هغه چې تقاعد یې وکړ، ۲۰ کاله کېږي چې شعر لیکلو ته یې مخه کړې ده.
عابدي وايي: «له ځوانۍ مې له شعر او ادبیاتو سره لېوالتیا درلوده خو فرصت یې نه برابرېده؛ له ۱۳۸۰ کال څخه وروسته مې په جدي توګه په دې برخه کې کار وکړ او اوس څه باندې ۲۰ کاله کېږي چې په فرهنګي برخه کې فعالیت کوم، زما لپاره شعر د خلکو د درد، عشق او تاریخ بیانولو یوه لار ده.»
عابدي چې تر اوسه یې یوولس ټوکه کتابونه چاپ شوي وايي، په خپلو شعرونو کې یې تر ډېره سادهوالی غوره کړی او د خلکو په ژبه شعر لیکي.
هغه وویل: «زه باور لرم چې ساده لیکل د خلکو او فرهنګيانو ترمنځ یو پل دی.»
عابدي زیاته کړه: «لومړنی کتاب مې سیوګي نومېده، هغه اثر چې زما ادبي مسیر پرې پیل شو. له هغه وروسته مې بېلابېل اثار خپاره کړل؛ یو مهم کتاب مې د طلا تپې په اړه دی، د هغه اثر په اړه چې پنځه زره کلن لرغونتوب لري، دغهراز د جوزجان تاریخ په اړه مې هم یو کتاب لیکلی چې د دغه ولایت ژبې، رواجونه او بومي کلتورونه پهکې رانغاړل شوي.»
نوموړی له اقتصادي ستونزو ځورېږي او زیاتوي: «اوس مې ۸ ټوکه نور کتابونه بشپړ شوي، خو د مالي ستونزو له امله تر اوسه د هغو پر چاپ نه یم توانېدلی؛ دا یو له هغو لویو دردونو دی چې د هېواد ډېری شاعران ورسره مخ دي.»
هغه زیاته کړه: «تر ټولو مهمه ستونزه، د دولتي او فرهنګي بنسټونو د ملاتړ نشتوالی دی؛ ډېری مستعد شاعران د بېوزلۍ له امله خپل اثار نه شي چاپولای. که دولت او فرهنګي موسسې له موږ ملاتړ وکړي، کولای شو خپل اثار چاپ او پر وخت یې تر مینهوالو ورسوو او د ټولنې په فکري او کلتوري وده کې رول ولرو.»
عابدي وايي چې د سعدي او بېدل د شعرونو مینهوال دی او په فارغو وختونو کې د دري ژبې د دغو دوو مشهورو شاعرانو شعرونه لولي.
نوموړي دغهراز زیاته کړه: «زه هیله لرم هغه ورځ راورسېږي چې هيڅ شاعر او لیکوال د بېوزلۍ له امله قلم پر ځمکه کښې نه ږدي. زموږ کلتور هغه میراث دی چې باید وېی ساتو او راتلونکو نسلونو ته یې وسپارو، له کلتوره ملاتړ له راتلونکي ملاتړ دی.»
هغه یو ځل بیا له شاعرانو او لیکوالو د ملاتړ غوښتنه کوي.
ورته مهال، د جوزجان د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي سیفالدین معتصم وايي: «موږ هم هڅه کوو څو د فرصتونو، اسانتیاوو او د ملاتړ پروګرامونو په برابرولو د کلتوري برخې په پیاوړتیا کې خپل رول ولوبوو. له شاعرانو او لیکوالانو ملاتړ د ټولنې له روح او روان څخه ملاتړ دی.»
هغه زیاته کړه، په دغه ولایت کې څه باندې ۶۰ شاعران او فرهنګیان په دوامداره توګه د فرهنګ او ادب د ودې او پراختیا لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د هغه په وینا، یاد شاعران هر کال بېلابېلې کلتوري، مشورتي او هنري پرواګرامونه د یاد ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست په همکارۍ جوړوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP