Language

چارواکي : د سنګين جګړه کې  ١٩ طالبان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي

لښګرګاه(پژواک،۱۲سلواغه ۹۵): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د سنګين په جګړه کې تر اوسه ١٩ طالبان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي او د تېرې ورځې په پرتله د جګړې شدت هم کم  شوى.

له پرون سهار راهيسې د سنګين ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو په سنګين کې د طالبانو جګړه په شا تمبولې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه ١٩ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي.

د ده په وينا، په دې جګړه د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي او د هوايي بريدونو په ترڅ کې د طالبانو څلور پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.

ځاځى وايي چې په سنګين کې د طالبانو پر وړاندې کلک مقاومت روان دى چې له امله يې طالبان پرمختګ نه شي کولاى.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمرځواک پژواک ته وويل چې کومانډيي ځواکونه سنګين ته رسېدلي او هوايي ځواکونه يې هم ملاتړ کوي.

ده هم وويل چې امنيتي ځواکونه په سنګين کې د طالبانو پر وړاندې کلک مقاومت کوي او هېڅ مهال به طالبان ونه شي کولى چې دغه ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.

ځواک د يادې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه وويل: (( تلفات دواړو خواو ته شته خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده معلومه.))

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده پژواک ته وويل چې سنګين ډيره مهمه سيمه ده، حکومت يې بايد له سقوط څخه وژغوري.

هغه زياته کړه: (( هلته ستونزې نه دي هوارې شوي، جګړه اوس هم روانه ده، ځواکونه ورته کافي نه دي، که جدي پاملرنه ورته نه شي پايله به يې د موسى کلا  او نوزاد په څېر وي.))

موسى کلا او نوزاد ولسوالۍ دا مهال له وسله والو طالبانو سره دي.

login or register a new account.

Related Topics