منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۱ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چارواکي : د سنګين جګړه کې ١٩ طالبان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

لښګرګاه(پژواک،۱۲سلواغه ۹۵): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د سنګين په جګړه کې تر اوسه ١٩ طالبان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي او د تېرې ورځې په پرتله د جګړې شدت هم کم  شوى.

له پرون سهار راهيسې د سنګين ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو په سنګين کې د طالبانو جګړه په شا تمبولې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه ١٩ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي.

د ده په وينا، په دې جګړه د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي او د هوايي بريدونو په ترڅ کې د طالبانو څلور پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.

ځاځى وايي چې په سنګين کې د طالبانو پر وړاندې کلک مقاومت روان دى چې له امله يې طالبان پرمختګ نه شي کولاى.

دغه راز د هلمند د والي وياند عمرځواک پژواک ته وويل چې کومانډيي ځواکونه سنګين ته رسېدلي او هوايي ځواکونه يې هم ملاتړ کوي.

ده هم وويل چې امنيتي ځواکونه په سنګين کې د طالبانو پر وړاندې کلک مقاومت کوي او هېڅ مهال به طالبان ونه شي کولى چې دغه ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي.

ځواک د يادې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه وويل: (( تلفات دواړو خواو ته شته خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده معلومه.))

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده پژواک ته وويل چې سنګين ډيره مهمه سيمه ده، حکومت يې بايد له سقوط څخه وژغوري.

هغه زياته کړه: (( هلته ستونزې نه دي هوارې شوي، جګړه اوس هم روانه ده، ځواکونه ورته کافي نه دي، که جدي پاملرنه ورته نه شي پايله به يې د موسى کلا  او نوزاد په څېر وي.))

موسى کلا او نوزاد ولسوالۍ دا مهال له وسله والو طالبانو سره دي.

وسله وال طالبان هم د سنګين جګړه تاييدوي.

ددې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په دويمه ورځ هم په سنګين کې جګړه روانه ده.

احمدي وويل چې په دې جګړه کې مرګ ژوبله شته خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده څرګنده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم، د حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله له يو شمېر نورو دولتي چارواکو سره د هلمند د وروستيو ستونزو د ارزونې په موخه دې ولايت ته تللى دى.

هلمند له مرکز لښکرګاه پرته ١٣ ولسوالۍ لري چې شپږ يې له وسله والو طالبانو سره دي او د ځينو يې يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه