کلات (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٥): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې ٢٣ کورنيو او بهرنيو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د سلواغې په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغان ځواکونو لخوا دا هوايي بريد تېره شپه ددغه ولايت د خاک افغان ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې ١١ وسله وال وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
د سيال په وينا، په وژل شوو او ټپي وسله والو کې يو شمېر يې بهرنيان دي، خو د هغوى هويت يې په ډاګه نه کړ.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن