ژبه

په هوايي بريد کې ٢٣ کورنيو او بهرنيو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کلات (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٥):  چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې ٢٣ کورنيو او بهرنيو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د سلواغې په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغان ځواکونو لخوا دا هوايي بريد تېره شپه ددغه ولايت د خاک افغان ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوى  دى.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې ١١ وسله وال وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

د سيال په وينا، په وژل شوو او ټپي وسله والو کې يو شمېر  يې بهرنيان دي، خو د هغوى هويت يې په ډاګه نه کړ.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.