مزار شريف (پژواک، ٢٠ سلواغه ۹۵): په شمال زون کې خبريالان وايي چې وېره، خودسانسوري او لږ امکانات د تحقيقي ژورنالېزم پر وړاندې ستر خنډونه جوړ کړي دي.
دوی وايي چې د زورواکو ګواښ او له دولتي چارواکو وېره يې خود سانسورۍ ته مجبوروي چې له امله يې تحقيقي خبريالي ته زړه نه ښه کوي.
په مزارشريف کې د خبريالانو ټولنو استازي بيا د شته ستونزو تر څنګ اطلاعات ته د لاسرسي قانون نه پلی کېدل د تحقيقي ژورنالېزم پر وړاندې بل خنډ بولي.
خو دولتي چارواکي بيا ټينګار کوي که چېرې کوم خبريال له ورته ستونزو سره مخ وي؛ نو په رسمي توګه يې مرستې کولو ته چمتو دي.
د مزارشريف خبريال جواد نبي زاده پر تحقيقي راپورونو د نه کار کولو دوه لاملونه په ګوته کوي.
نوموړي د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته نا امني او د رسنيو له خوا خبريالانو ته د دې ډلو راپورونو لپاره د مناسب لګښت نه ورکول جدي ستونزې وګڼلې.
هغه وايي چې هېڅکله پر داسې سوژه کار نه کوي چې له امله يې ده او يا هم د ده کورنۍ ته کوم ګواښ پېښ شي.
خو د ازادي راډيو خبريال مجيب حبيبزی بيا پر تحقيقي راپورونو د ډېر لګښت راتلو د ستونزې تر څنګ په شمال او په ځانګړې توګه بلخ کې د زورواکو شتون د تحقيقي ژورناليزم پر وړاندې ستر خنډ بولي.
نوموړي دولتي ارګانونه هم پر وخت له خبريالانو سره د معلوماتو پر نه شريکولو تورن کړل.
قيوم بابک له تېرو لسو کلونو په مزارشريف کې د شمال زون په کچه د يو تحقيقي خبريال په توګه پېژندل کېږي.
نوموړي په دې وروستيو کې په شمال او په ځانګړې توګه بلخ کې د تحقيقي ژورناليزم کم رنګي د خبريالانو ګواښل وبلل.
هغه وويل: ((زه خپله يو له هغو خبريالانو يم چې د تحقيقي راپور ليکلو له امله ګواښل شوی يم، تر دې چې دوسيه راته جوړه شوې ده.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP