مزار شريف (پژواک، ٢٠ سلواغه ۹۵): په شمال زون کې خبريالان وايي چې وېره، خودسانسوري او لږ امکانات د تحقيقي ژورنالېزم پر وړاندې ستر خنډونه جوړ کړي دي.
دوی وايي چې د زورواکو ګواښ او له دولتي چارواکو وېره يې خود سانسورۍ ته مجبوروي چې له امله يې تحقيقي خبريالي ته زړه نه ښه کوي.
په مزارشريف کې د خبريالانو ټولنو استازي بيا د شته ستونزو تر څنګ اطلاعات ته د لاسرسي قانون نه پلی کېدل د تحقيقي ژورنالېزم پر وړاندې بل خنډ بولي.
خو دولتي چارواکي بيا ټينګار کوي که چېرې کوم خبريال له ورته ستونزو سره مخ وي؛ نو په رسمي توګه يې مرستې کولو ته چمتو دي.
د مزارشريف خبريال جواد نبي زاده پر تحقيقي راپورونو د نه کار کولو دوه لاملونه په ګوته کوي.
نوموړي د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته نا امني او د رسنيو له خوا خبريالانو ته د دې ډلو راپورونو لپاره د مناسب لګښت نه ورکول جدي ستونزې وګڼلې.
هغه وايي چې هېڅکله پر داسې سوژه کار نه کوي چې له امله يې ده او يا هم د ده کورنۍ ته کوم ګواښ پېښ شي.
خو د ازادي راډيو خبريال مجيب حبيبزی بيا پر تحقيقي راپورونو د ډېر لګښت راتلو د ستونزې تر څنګ په شمال او په ځانګړې توګه بلخ کې د زورواکو شتون د تحقيقي ژورناليزم پر وړاندې ستر خنډ بولي.
نوموړي دولتي ارګانونه هم پر وخت له خبريالانو سره د معلوماتو پر نه شريکولو تورن کړل.
قيوم بابک له تېرو لسو کلونو په مزارشريف کې د شمال زون په کچه د يو تحقيقي خبريال په توګه پېژندل کېږي.
نوموړي په دې وروستيو کې په شمال او په ځانګړې توګه بلخ کې د تحقيقي ژورناليزم کم رنګي د خبريالانو ګواښل وبلل.
هغه وويل: ((زه خپله يو له هغو خبريالانو يم چې د تحقيقي راپور ليکلو له امله ګواښل شوی يم، تر دې چې دوسيه راته جوړه شوې ده.))
بابک د خبريالانو په زړونو کې همدا وېره پر تحقيقي راپورونو د نه کار کولو عمده لامل وګاڼه.
له کندوزه په شمال زون کې کار کوونکي خبريال ګل الرحيم نيازمن هم په دې وروستيو کې پر تحقيقي راپورونو کار کول ستونزمن وبلل.
نوموړي د تحقيقي ژورنالېزم پر وړاندې خبريالان له څو اړخونو په وېره کې وګڼل او همدا وېره يې د خودسانسورۍ لامل وګڼله.
هغه وويل چې د ځان ساتنې په موخه خبريالان د خود سانسورۍ له امله پر تحقيقي راپورونو کار نه شي کولی.
نيازمن د بېلګې په توګه ياد کړه: ((څو کاله وړاندې مې د سوداګريزو ځمکو د غصب په اړه تحقيقي راپور جوړ کړی و، په دغه راپور کې له يو زورواکي سره په ټکر کې شوم، چې د شمال زون د يو ولايت د والي له خوا يې مرسته کېده.))
نوموړي زياته کړه چې په داسې حالت کې به نو دی څنګه زړه وکړي چې د تاجکستان او افغانستان تر منځ پر کېدونکي قاچاق تحقيقي راپور وليکي او يا هم د اداري فساد له داسې دوسيې پرده پورته کړي چې زورواکي او دولتي چارواکي دواړه په کې شريک وي.
په مزارشريف کې د تحقيقي راپورونو خبرياله نسيمه رونق وايي چې کله يې هم تحقيقي راپور ليکلی؛ نو يا له کوم زورواکي سره مخ شوې او يا هم له کوم لوړپوړي دولتي چاروکي سره.
نوموړې پژواک ته وويل چې اوس له همدې امله د خپل ځان او د کورنۍ د ساتنې لپاره پر تحقيقي راپورونو کار نه کوي.
د هغې په وينا، خبريالي د ټولنې د سمون لپاره کوي، نو چې کله يې تحقيقي ژورنالېزم د ځان او کورني ژوند له ګواښ سره مخ کوي نو اړتيا نه ویني.
د بغلان ولايت خبريال سميع الله بيا د دولتي چارواکو تر څنګ وسله والو مخالفين هم پر تحقيقي سوژو د کار کولو پر وړاندې خنډ بولي.
نوموړي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د امنيتي مسايلو اړوند داسې ډېرې سوژې شته چې تحقيق ته اړتيا لري؛ خو د ځان له وېرې پرې کار نه شي کولی.
د هغه په وينا، د بغلان- کندوز او بغلان- مزارشريف تر منځ د لويې لارو د نا امنه کېدو په تړاو ډېر داسې شکونه شته چې بايد په تحقيقي راپور کې يې سپړنه وشي.
سمېع وايي، که چېرې دغسې تحقيق ته لاس واچوي؛ نو د دواړو اړخونو له ګواښ سره مخ کېږي.
خو د خبريالانو د ټولنو استازي بيا د دې ټولو ستونزو بنسټيزه ريښه د قانون نه پلي کېدل بولي.
په مزارشريف کې د شمال زون په کچه د ازادو خبريالانو د ټولنې استازي لطيف سهاک پژواک ته وويل چې په ډېری ولايتونو کې نا امني د تحقيقي ژورنالېزم پر وړاندې خنډ نه ده.
نوموړي د بېلګې په توګه د بلخ يادونه وکړه چې نسبي امنيت په کې شته؛ خو په دغه ولايت کې يې له خبريالانو سره پر وخت د معلوماتو نه شريکول د تحقيقي ژورنالېزم پر وړاندې ستونزه وبلله.
هغه وايي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشېح شوی؛ خو په شمال او په ځانګړې توګه بلخ ولايت کې نه عملي کېږي.
سهاک د تحقيقي ژورنالېزم پر وړاندې يوه جدي ستونزه د همدغه قانون نه پلي کېدل بولي.
خو دولتي چارواکي وايي چې تر دې دمه چا له دوی سره د زورواکو او يا هم د دولتي چارواکو د ګواښ مسئله نه ده شريکه کړې.
د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په تړاو يې ټولو دولتي ادارو ته رسمي مکتوبونه استولي چې بايد عملي يې کړي.
نوموړي زياته کړه که سربېره پر دې هم له کوم خبريال سره معلومات نه شرکېږي؛ نو دوی يې مرستې کولو ته چمتو دي.
هغه همداراز د زورواکو او د دولتي چارواکو د ګواښ په تړاو وويل چې تر دې دمه ورته چا په دې اړه شکايت نه دی کړی.
خليق له خبريالانو غوښتنه وکړه چې که چېرې له ورته ستونزو سره مخ وي؛ نو له دوی سره دې رسمي اړيکه ونيسي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









