مزارشريف (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۵): دولتي چارواکي وايي چې په شمال لوېديځ زون کې له تېرې ورځې راهيسې د شوې واورې له امله مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
دوی همداراز د ولايتونو له مرکز او د ولسواليو له کليو سره د ۱۳ ولسواليو د لارو بندېدو خبر هم ورکوي.
د بلخ ولايت له بېړنيو پېښو سره د مبارزې رييس رحمت الله زاهد د کب په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرې ورځې راهيسې د بلخ په مرکز او ولسواليو کې سخته واوره وورېده چې له امله يې د مارمل، چارکند، کشندې او زارع ولسواليو لارې د ولايت له مرکز مزارشريف ښار سره بندې شوې دي.
نوموړي په چمتال، شولګر او دولت اباد ولسواليو کې د څارويو د له منځه تلو خبر هم ورکړ، خو د کره شمېرو په اړه يې معلومات نه لرل.
ده زياته کړه، شوې واورې له تېرو ٢٤ ساعتونو د بلخ په چمتال، نهرشاهي او بلخ ولسواليو کې يو شمېر کورونه زيانمن کړي دي.
له بلې خوا د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې له تېرې ورځې راهسې د واورو له امله څلور کسان مړه شوي او د ورښت کچه په ځينو سيمو کې له يو متر څخه اوښتې ده.
دى زياتوي، د درزاب، قوش تېپې، خماب او قرقين ولسواليو لارې د ولايت له مرکز شبرغان سره بندې دي.
د هغه په وينا، په همدې تړاو نن بېړنۍ ناسته شوې او هڅه کوي د بندو ولسواليو لارې تر راتلونکو ٢٤ ساعتونو پورې بېرته خلاصې کړي.
د سرپل ولايت اوسېدونکي بيا د واورو ترڅنګ په روان موسم کې پر لويو لارو د اربکيانو لخوا د خلکو لوټل کېدو په تړاو هم شکايت کوي.
د دغه ولايت د بلخاب ولسوالى اوسېدونکي، چې مزارشريف ښار ته راغلي وو، پژواک ته وويل، له تېرو شلو ورځو يې د ولسواليو لاره د ولايت له مرکز سره بنده ده او دوی د مزار له لارې تګ راتګ کوي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد علي پژواک ته وويل، د واورو تر څنګ د سيمې اربکيان يې مخې ته راوځي او پيسې ترې اخلي.
نوموړى زياتوي: ((چې واوره نه وي، طالبان مو نه پرېږدي او چې واوره وي، نو بيا اربکيان زموږ پر موټرو ډزې کوي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن