مزارشريف (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۵): دولتي چارواکي وايي چې په شمال لوېديځ زون کې له تېرې ورځې راهيسې د شوې واورې له امله مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
دوی همداراز د ولايتونو له مرکز او د ولسواليو له کليو سره د ۱۳ ولسواليو د لارو بندېدو خبر هم ورکوي.
د بلخ ولايت له بېړنيو پېښو سره د مبارزې رييس رحمت الله زاهد د کب په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرې ورځې راهيسې د بلخ په مرکز او ولسواليو کې سخته واوره وورېده چې له امله يې د مارمل، چارکند، کشندې او زارع ولسواليو لارې د ولايت له مرکز مزارشريف ښار سره بندې شوې دي.
نوموړي په چمتال، شولګر او دولت اباد ولسواليو کې د څارويو د له منځه تلو خبر هم ورکړ، خو د کره شمېرو په اړه يې معلومات نه لرل.
ده زياته کړه، شوې واورې له تېرو ٢٤ ساعتونو د بلخ په چمتال، نهرشاهي او بلخ ولسواليو کې يو شمېر کورونه زيانمن کړي دي.
له بلې خوا د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې له تېرې ورځې راهسې د واورو له امله څلور کسان مړه شوي او د ورښت کچه په ځينو سيمو کې له يو متر څخه اوښتې ده.
دى زياتوي، د درزاب، قوش تېپې، خماب او قرقين ولسواليو لارې د ولايت له مرکز شبرغان سره بندې دي.
د هغه په وينا، په همدې تړاو نن بېړنۍ ناسته شوې او هڅه کوي د بندو ولسواليو لارې تر راتلونکو ٢٤ ساعتونو پورې بېرته خلاصې کړي.
د سرپل ولايت اوسېدونکي بيا د واورو ترڅنګ په روان موسم کې پر لويو لارو د اربکيانو لخوا د خلکو لوټل کېدو په تړاو هم شکايت کوي.
د دغه ولايت د بلخاب ولسوالى اوسېدونکي، چې مزارشريف ښار ته راغلي وو، پژواک ته وويل، له تېرو شلو ورځو يې د ولسواليو لاره د ولايت له مرکز سره بنده ده او دوی د مزار له لارې تګ راتګ کوي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد علي پژواک ته وويل، د واورو تر څنګ د سيمې اربکيان يې مخې ته راوځي او پيسې ترې اخلي.
نوموړى زياتوي: ((چې واوره نه وي، طالبان مو نه پرېږدي او چې واوره وي، نو بيا اربکيان زموږ پر موټرو ډزې کوي.))
د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد جمعه وويل، د لارې بندېدو له امله يې په ولسوالۍ کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي؛ د يوې بورۍ اوړو بيه ۲۲۰۰ افغانۍ ده او لس لېتره ډبی غوړي په ۱۱۰۰ افغانۍ اخلي.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني د واورو له امله د ولسواليو د لارو د بندېدو پخلی وکړ؛ خو د بلخاب پر لاره د اربکيانو لخوا د خلکو لوټل کېدل يې رد کړل.
نوموړی پژواک ته وويل، يواځې د بلخاب نه، بلکې د سرپل د څلورو ولسواليو لارې له مرکز سره تړل شوې دي.
د هغه په خبره، يادو ولسواليو ته د سوداګريزو خوراکو توکو نه رسېدل، د دې لامل شوی چې دا مواد په کې قېمته شي.
خو اماني دا خبره رد کړه چې د بلخاب ولسوالۍ پر لاره دې اربکيان د خلکو پر موټرو ډزې کوي.
د فارياب د والي وياند جاوېد بيدار هم په دغه ولايت کې د سختو واورو ورېدو پخلی وکړ.
نوموړي پژواک ته وويل، له قيصار او اندخوی ولسواليو پرته د ولايت له مرکز ولسواليو ته ټولې تللې لارې له ستونزو سره مخامخ دي.
د هغه په وينا، د يادو لارو په تړاو د کره معلوماتو د پيدا کېدو په موخه يې هڅې روانې دي، ترڅو له خلکو سره مرسته وکړي.
که څه هم کروندګر د ښه کښت لپاره شويو واورو ته خوښ دي، خو خلک بيا دولت ګرم ګڼي، چې هر کال په ژمي کې د شمال زون د بېلا بېلو ولسواليو لارې د خدمتونو د نه وړاندې کېدو له امله بندېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










