ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې دوو پوليسو خپل اته ملګري پوليس وژلي

زابل کې دوو پوليسو خپل اته ملګري پوليس وژلي

author avatar
11 Mar 2017 - 09:33
زابل کې دوو پوليسو خپل اته ملګري پوليس وژلي
author avatar
11 Mar 2017 - 09:33

کلات (پژواک، ٢١ کب ٩٥) : چارواکي وايي، چې په زابل ولايت کې دوو سيمه ييزو پوليسو خپل اته ملګري وژلي دي.

د زابل والي بسم الله افغانمل د کب په ٢١مه، د دې پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ناوخته ددې ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه، چې د شينکۍ او سيوري ولسواليو پر سرحدي سيمه دوو تنوسيمه ييز پوليسو چې له وسله والو طالبانو سره يې اړيکې درلودلې، خپل اته ملګري پوليس لومړى مسموم کړي او بيا يې وژلي دي.

الله افغانمل وايي، چې بريدګرو د طالبانو سره لاس درلود او د تېښتې په وخت کې يې وسلې هم له ځانه سره وړي دي.

دغه پوسته د شينکۍ ولسوالۍ د لوي ښاره په سيمه کی د کلات شينکۍ پر لويه لاره پرته ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.