کابل (پژواک، ٢١ ورى ٩٦): امنيتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د يوې ښځې په ګډون ١٨ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.
د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز مطبوعاتي مسوول خالد موحد پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد کسان د وروستۍ يوې اونۍ موده کې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه پر دې بريالي شوي چې د هېواد په کابل، ننګرهار او بغلان ولايتونو کې د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د قاچاق په تور ١٨ تورن ونيسي.
د خالد مؤحد د معلوماتو پر بنسټ، له يادو کسانو ٦٥١ کيلوګرامه چرس، له لس کيلوګرامه زيات مورفين، نهه کيلوګرامه هيروين، ١٨٤ لېتره الکولي مشروبات، څلور ميله وسلې او ځيني مهمات، ٢٢ موبايلونه او شپږ موټر هم ترلاسه شوي دي.
مؤحد زياته کړه، د دغو کسانو قضيې د نشه يي توکو او مسکراتو جرمونو پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز له لوري تر څېړنې لاندې دي چې پايلې به يې ډېر ژر له رسنيو سره شريکې شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP