کابل (پژواک، ٢١ ورى ٩٦): د کابل پوليس وايي، نن سهار د کورنيو چارو وزارت دوه کارکوونکي د کابل ښار په پنځمه امنيتي حوزه کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوي دي.
د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندان پاسوال حسن شاه فروغ هم پژواک خبري اژانس ته ياده پېښه تاييد کړې ده.
د کابل پوليسو قوماندان زياته کړه، نن سهار ٨:٣٠ بجې د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز دوه کارکوونکي د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړونده د قمبر څلورلارې سيمه کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، د پېښې څرنګوالي په اړه د څېړنې ټيم له لوري پلټنې روانې دي، خو تراوسه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
د نوموړي په وينا، د کورنيو چارو وزارت پر يادو دوو کارکوونکو هغه مهال بريد شوى، چې دفتر ته د تګ په حال کې وو.
د فروغ د معلوماتو پر بنسټ، په يادو دوو وژل شوو کسانو کې د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز يوه ښځينه کارکونکې هم شامله ده.
هغه زياته کړه، د دې قضيې د څېړنو پايلې به راتلونکي کې له رسنيو سره شريکې شي.
وسله والو د ياد بريد مسووليت منلی او د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د کابل ښار اړوند په چهار راهي قمبر کې د پوليسو ۲ افسرانې يى وژلى دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP