مزارشريف (پژواک، ٢٩ وری ۹۶): د بلخ ولايت مدني فعالان وايي چې په ننګرهار کې کارول شوی بم د افغان حکومت په خبرتيا او خوښه ترسره شوی، سياسي شخصيتونه دې دې مسئلې ته د خپلو ګټو په خاطر بل رنګ نه ورکوي.
د وري په ٢٩مه، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د دغه ولايت د مدني ټولنو اتحاديې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل چې افغان حکومت خپلې نيمګړتياوې لري خو بيا هم د ملت د استازيتوب لپاره همدا يو نظام دی.
د يادې اتحاديې مشر او د بلخ پوهنتون استاد حميد صفت وويل چې افغان دولت د خپلو ټولو مشکلاتو سره بيا هم د افغانانو استازيتوب کولی شي او دا يې حق دی.
نوموړي زياته کړه چې د رسمي څرګندونې له مخې دوی معلومات لري چې په ننګرهار کې کارول شوی بم د افغان حکومت په خبرتيا، خوښه او مرسته د ترهګرو پر وړاندې کارول شوی دی.
د هغه په وينا، که چېرې وروسته معلومه شي چې د يادو عملياتو تاوان له ګټې څخه ډېر وو؛ نو ممکن پر وړاندې يې غبرګون وښيي خو وايي چې تر دې دمه داسې کوم معلومات نه لري.
د يادې اتحاديې غړي نجيب پيکان وويل چې ترهګر پولې نه پېژني، دوی هر چېرې وي او د انسانيت پر وړاندې جګړه کوي.
نوموړي زياته کړه چې د ترهګرو پر وړاندې هر ډول عمل د ستاينې وړ دی.
د هغه په وينا، ناټو بايد ډېر وړاندې د ترهګرو پر وړاندې له ورته جدي کړنو کار اخيستی وای چې د پراختيا ټولې سرچينې یې وچې شوې وای.
خو پيکان ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې سمه مبارزه هغه وخت امکان لري چې افغان ځواکونه په پوره توګه تجهيز کړای شي.
نوموړي زياته کړه: ((که چېرې د افغان ځواکونو پر تجهيز کار ونه شي، که هر څومره غټ بم د ترهګريزو فعاليتونو پر وړاندې وکارول شي، ګټه به ونه لري.))
د هغه په وينا، د افغانستان او سيمې اوږدمهالی ثبات د افغان ځواکونو پر تجهيز پورې تړلې مسئله ده.
د بلخ د مدني ټولنو اتحاديې د کنفرانس په پای کې څو ماده ييز پرېکړه ليک هم ولوستل شو چې په کې له دولت څخه غوښتنه شوې وه چې په ننګرهار ولايت کې د امريکايي بم د کارونې پر وړاندې روان حالت د افغانستان او افغانانو په ګټه وڅرخوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP