مزارشريف (پژواک، ٢٩ وری ۹۶): د بلخ ولايت مدني فعالان وايي چې په ننګرهار کې کارول شوی بم د افغان حکومت په خبرتيا او خوښه ترسره شوی، سياسي شخصيتونه دې دې مسئلې ته د خپلو ګټو په خاطر بل رنګ نه ورکوي.
د وري په ٢٩مه، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د دغه ولايت د مدني ټولنو اتحاديې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل چې افغان حکومت خپلې نيمګړتياوې لري خو بيا هم د ملت د استازيتوب لپاره همدا يو نظام دی.
د يادې اتحاديې مشر او د بلخ پوهنتون استاد حميد صفت وويل چې افغان دولت د خپلو ټولو مشکلاتو سره بيا هم د افغانانو استازيتوب کولی شي او دا يې حق دی.
نوموړي زياته کړه چې د رسمي څرګندونې له مخې دوی معلومات لري چې په ننګرهار کې کارول شوی بم د افغان حکومت په خبرتيا، خوښه او مرسته د ترهګرو پر وړاندې کارول شوی دی.
د هغه په وينا، که چېرې وروسته معلومه شي چې د يادو عملياتو تاوان له ګټې څخه ډېر وو؛ نو ممکن پر وړاندې يې غبرګون وښيي خو وايي چې تر دې دمه داسې کوم معلومات نه لري.
د يادې اتحاديې غړي نجيب پيکان وويل چې ترهګر پولې نه پېژني، دوی هر چېرې وي او د انسانيت پر وړاندې جګړه کوي.
نوموړي زياته کړه چې د ترهګرو پر وړاندې هر ډول عمل د ستاينې وړ دی.
د هغه په وينا، ناټو بايد ډېر وړاندې د ترهګرو پر وړاندې له ورته جدي کړنو کار اخيستی وای چې د پراختيا ټولې سرچينې یې وچې شوې وای.
خو پيکان ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې سمه مبارزه هغه وخت امکان لري چې افغان ځواکونه په پوره توګه تجهيز کړای شي.
نوموړي زياته کړه: ((که چېرې د افغان ځواکونو پر تجهيز کار ونه شي، که هر څومره غټ بم د ترهګريزو فعاليتونو پر وړاندې وکارول شي، ګټه به ونه لري.))
د هغه په وينا، د افغانستان او سيمې اوږدمهالی ثبات د افغان ځواکونو پر تجهيز پورې تړلې مسئله ده.
د بلخ د مدني ټولنو اتحاديې د کنفرانس په پای کې څو ماده ييز پرېکړه ليک هم ولوستل شو چې په کې له دولت څخه غوښتنه شوې وه چې په ننګرهار ولايت کې د امريکايي بم د کارونې پر وړاندې روان حالت د افغانستان او افغانانو په ګټه وڅرخوي.
همداراز په پرېکړه ليک کې پر هغو سياسي اشخاصو غږ شوی و چې په ننګرهار کې د کارول شوي بم له امله دې د خپلو شخصي او ګوندي ګټو د پالنې په موخه ګډوډي نه رامنځته کوي.
ځينو سياسي ګوندونو او شخصيتونو د دغه بم کارونې پر وړاندې سخت غبرګونونه ښودلي وو.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي وو چې دی د افغانستان د يو فرد په توګه له دې وروسته يوازې دې ته کار کوي چې څرنګه افغانستان د امريکا له شره وژغوري.
امريکايي ځواکونو تېره اوونۍ د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د مامند درې په اسدخېلو سيمه کې د داعش پر يو ستر پټنځاى هوايي بريد وکړ او ادعا يې وکړه چې په دې سيمه يې د بمونو د مور په نوم ستر بم غورځولی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت ادعا کړې چې د دغه بريد پر مهال د داعش ډلې د څلورو مشهورو قوماندانانو په ګډون ۹۶ داعش جنګيالي وژل شوي او د هغوی ګڼې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
خو تر ياد بريد څلور ورځې وروسته داعش ډلې په خپل لومړني غبرګون کې د وري په ۲۷مه د خلافت غږ په نوم د خپلې راډيو له لارې اعلان وکړ چې په ياد بريد کې ورته هېڅ زيان نه دی اوښتی او دغه بم په بل ځای کې غورځول شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










