مزارشريف (پژواک، ۳ غويی ۹۶): پر شاهين قول اردو د ډله ييز بريد د وژل شويو سرتېرو کورنۍ د بريد د غندنې تر څنګ، بريدګر مسلمانان نه بولي.
دوی امنيتي ځواکونه د ياد بريد تر سره کېدو له امله پړه ګڼي او زياتوي، په جومات کې د لمانځه پر مهال کافر هم پر مسلمانو ډز نه کوي.
دغه بريد د تېرې جمعې پر ورځ پر شاهين قول اردو د لسو ځانمرګو بريد کوونکو له خوا وشو، بريد کوونکو ځانونه د نظامي دريشو، دوه رينجر موټرو او د جعلي کارتونو په مرسته د قول اردو جومات ته ورسول او د جمعې لمانځه د ادا کولو پر مهال يې په جومات کې پر سرتېرو ډزې وکړې، چې لسګونو تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
په وژل شويو سرتېرو کې يو د بلخ د دهداي ولسوالۍ ۲۲ کلن نصير احمد و.
د نوموړي جنازه يې تېره ورځ پر ملي بيرغ پوښل شوي تابوت کې د ده کورنۍ ته وسپارله.
هغه له دوولسم ټولګي څخه له فراغت دوه کاله وروسته د خپلې کورنۍ په مشوره په ملي اردو کې د سرتېري په توګه دندې ترسره کولو په موخه شاهين قول اردو کې ځان شامل کړی و.
د نوموړي په کور کې نن د ده خپلوان او ملګري د ده له کورنۍ سره د وير په ټغر ناست وو.
د نصير مشر ورور خان زمان پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نن زما په ټولې کورنۍ سخته ده، زه پوهېږم، موږ يواځې نه يو، کله چې يې راته د ورور جنازه سپارله، ومې کتل، چې د نورو شهيدانو تابوتونه کتار کتار ايښي وو.))
نوموړي زياته کړه، دی او ټوله کورنۍ يې له نظامي زده کړو د ورور فراغت ته په تمه وو، چې يو ناڅاپه يې له مرګ څخه خبر شول.
هغه له پورته کتو سره وويل، ډېر خپه دې ته دی، چې ورور يې د لمانځه پر مهال د داسې کسانو له خوا وژل شوی، چې ځانونو ته مسلمانان وايي.
ده وويل: ((نن مې يقين راغی، چې زموږ د نظام پر وړاندې جنګېدونکي خلک مسلمانان نه دي.))
نوموړي له دولت او په ځانګړې توګه له امنيتي ارګانونو ګيله من وو، چې ولې يې له ناخبرۍ ورته پېښې رامنځ ته کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP