مزارشريف (پژواک، ۳ غويی ۹۶): پر شاهين قول اردو د ډله ييز بريد د وژل شويو سرتېرو کورنۍ د بريد د غندنې تر څنګ، بريدګر مسلمانان نه بولي.
دوی امنيتي ځواکونه د ياد بريد تر سره کېدو له امله پړه ګڼي او زياتوي، په جومات کې د لمانځه پر مهال کافر هم پر مسلمانو ډز نه کوي.
دغه بريد د تېرې جمعې پر ورځ پر شاهين قول اردو د لسو ځانمرګو بريد کوونکو له خوا وشو، بريد کوونکو ځانونه د نظامي دريشو، دوه رينجر موټرو او د جعلي کارتونو په مرسته د قول اردو جومات ته ورسول او د جمعې لمانځه د ادا کولو پر مهال يې په جومات کې پر سرتېرو ډزې وکړې، چې لسګونو تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
په وژل شويو سرتېرو کې يو د بلخ د دهداي ولسوالۍ ۲۲ کلن نصير احمد و.
د نوموړي جنازه يې تېره ورځ پر ملي بيرغ پوښل شوي تابوت کې د ده کورنۍ ته وسپارله.
هغه له دوولسم ټولګي څخه له فراغت دوه کاله وروسته د خپلې کورنۍ په مشوره په ملي اردو کې د سرتېري په توګه دندې ترسره کولو په موخه شاهين قول اردو کې ځان شامل کړی و.
د نوموړي په کور کې نن د ده خپلوان او ملګري د ده له کورنۍ سره د وير په ټغر ناست وو.
د نصير مشر ورور خان زمان پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نن زما په ټولې کورنۍ سخته ده، زه پوهېږم، موږ يواځې نه يو، کله چې يې راته د ورور جنازه سپارله، ومې کتل، چې د نورو شهيدانو تابوتونه کتار کتار ايښي وو.))
نوموړي زياته کړه، دی او ټوله کورنۍ يې له نظامي زده کړو د ورور فراغت ته په تمه وو، چې يو ناڅاپه يې له مرګ څخه خبر شول.
هغه له پورته کتو سره وويل، ډېر خپه دې ته دی، چې ورور يې د لمانځه پر مهال د داسې کسانو له خوا وژل شوی، چې ځانونو ته مسلمانان وايي.
ده وويل: ((نن مې يقين راغی، چې زموږ د نظام پر وړاندې جنګېدونکي خلک مسلمانان نه دي.))
نوموړي له دولت او په ځانګړې توګه له امنيتي ارګانونو ګيله من وو، چې ولې يې له ناخبرۍ ورته پېښې رامنځ ته کېږي.
د هغه په وينا، دولت بايد د شاهين قول اردو د پېښې سمه څېړنه وکړي.
د نصير احمد ملګري ضياءالرحمان پژواک ته وويل، نصير له دوولسم ټولګي فراغت څخه وروسته کوښښ کاوه، چې له ځانه يو څه شی جوړ کړي.
نوموړي زياته کړه، هغه وړې سوداګرۍ ته هم لاس واچاوه، چې ګوندي دې برخې کې به ښه کار وکړای شي؛ خو ونه توانېد.
د ده په خبره، د دوی کورونه شاهين قول اردو ته نږدې دي، چې هره ورځ يې د ملي اردو سرتېري کتل او دوی به ترې اغېزمن کېدل.
ضيا وويل، يوه ورځ نصير تصميم ونيو، چې نن يې له کورنۍ سره مشوره کوي، چې دی بايد ملي اردو ته لاړ شي.
نوموړي زياته کړه، له دې تصميم څخه دوه مياشتې نه تېرېږي، هغه ملي اردو ته لاړ او دا دی نن يې قبر ته ناست دي.
د هغه په وينا، که دولت د شاهين قول اردو د پېښې سمه پوښتنه ونه کړي؛ نو ورته بريدونه به لا پسې زيات شي.
د بلخ اوسېدونکي بريدګر مسلمانان نه بولي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي بسم الله پژواک ته وويل: ((هېڅ امکان نه لري، چې پر مسلمان دې بل مسلمان د لمانځه پر سر ډزې وکړي او هغه دې ووژني.))
نوموړی زياته کړه، دوی نن پوه شول، چې وسله وال طالبان د نورو په لمسون د اسلام په نامه افغانستان ورانوي.
د هغه په وينا، که چېرې داسې نه وای؛ نو په جومات کې خو کفار لمونځ نه کوي، مسلمانان يې کوي؛ نو ولې يې پرې ډزې کولې.
خو د وژل شوي سرتېري نصير احمد کليوال فيرزو بيا امنيتي ارګانونه او په ځانګړې توګه د شاهين قول اردو منسوبين پړه ګڼي.
نوموړي زياته کړه، له امکانه لرې خبره ده، چې له داخلي مرستې پرته دې بريدګر قول اردو ته ننوځي.
د هغه په خبره، دولت مکلف دی، چې سمې څېړنې وکړي او هغه خلک ملت ته په ګوته کړي، چې له وسله والو مخالفينو سره يې له دننه مرسته کړې ده.
پر شاهين قول اردو د بريد له امله ۱۳۵ سرتېري وژل شوي او ۶۵ ټپيان شوي دي.
د بلخ ملکي روغتون ته د پېښې راوړل شوي ټپي ګل ريحان، چې له بريدګرو سره مخ شوی وو، پژواک ته وويل، چې په دوه رينجرو کې سپاره راننوتل، چې نظامي دريشي يې پر تن وې.
نوموړي زياته کړه، يو رينجر يې د قول اردو جومات لوري ته روان شو او چې پر مخه څوک ورتلل، ويشتل يې.
د هغه په خبره، له بل رينجر څخه درې کسان ښکته شول، دوه يې يوې او بلې خوا ته شول او يوه يې چې له ده سره يې واټن درلود؛ ځانه ته چاودنه ورکړه.
ريحان وويل، له چاودنې وروسته دی پر ځان پوه شوی نه دی؛ خو دومره يې درک کړه، چې کمانډو ځواکونه راغلل او دی يې له سيمې پورته کړ، چې له امله يې ژوندی پاتې شو.
ولسمشر محمد اشرف غني د يادې پېښې په سبا شاهين قول اردو ته راغی او د پېښې د سمې څېړنې لپاره د امر کولو تر څنګ يې د پېښې ځای او ټپيان وليدل.
بلخوا د بلخ والي، نن وسله والو طالبانو ته ګواښ وکړ، چې د يادې پېښې غچ به ترې واخلي.
نوموړي چې نن يې په مزارشريف ښار کې يوې غونډې ته خبرې کولې، پر شاهين قول اردو بريد کوونکي يې حيوان صفته وحشي خلک وبلل.
د هغه په وينا، ذليل دښمن ځکه داسې ډارن بريدونه کوي، چې په مخامخ جګړه کې د مقابلې وس نه لري.
د بلخ والي وويل، دوی د خپلو سرتېرو د هر څاڅکي وينې ملاتړ او دفاع کوي.
نوموړي ګواښ وکړ، چې د خدای په مرسته به له دښمن څخه د يادې پېښې غچ په سمه توګه اخلي.
د يادونې وړ ده، چې پر شاهين قول اردو بريد له امله نن د غويي ۳مه، د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا ملي ماتم اعلان شوى دى.
خو عام خلک په دې اند دي، چې د ورته بريدونو د مخنيوي لپاره بايد دولت په امنيتي تکتيکونو کې ژور بدلون راولي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










