Language

د بلخ ولايتي شورا : پر شاهين قول اردو بريد د مسوولينو د بې غورۍ له امله رامنځته شوى

مزارشريف (پژواک،۴غويي۹۶): د بلخ ولايتي شورا وايي  چې پر شاهين قول اردو وروستى بريد ددې قول اردو د مسوولينو د بې غورۍ له امله رامنځته شوى دى.

د غويي په ۴مه، د مدني ټولنو غړو د بلخ د ولايتي شورا له رييس او مرستيال سره ګډه ناسته جوړه کړې وه.

په ياده ناسته کې د مدني ټولنو لخوا ولايتي شورا ته درې ماديز غوښتنليک وړاندې کړای شو، چې له مخې به يې مدني ټولنه د ولايتي شورا په مرسته پر شاهين قول اردو د بريد روانې څېړنې څاري او معلومات به يې له ولس سره شريکوي.

په ياده ناسته کې د مدني ټولنو استازي حيات الله جواد له څو نورو مدني فعالينو سره ياد غوښتنليک د ولايتي شورا رييس ته وسپاره.

نوموړي رسنيو ته وويل چې له دې چارې يې موخه د ملي اردو پر وړاندې د خلکو باور زياتول دي.

د هغه په وينا، دوی پر دولت سمونې لپاره نيوکې کوي، نه د هغو خلکو په څېر  چې د دولت پر وړاندې د خپلو شخصي ګټو په خاطر ستونزې جوړوي.

د يادې ناستې په څنډه کې د ولايتي شورا مرستيال سيد عبدالله مسرور رسنيو ته وويل  چې پر شاهين قول اردو د شوي ډله ييز بريد يو لامل د همدې قول اردو د مسوولينو بې غوري ده.

نوموړي زياته کړه: ((د بلخ ملي امنيت رياست له پېښې وړاندې دوه ځله قول اردو ته د رسمي مکتوب له لارې خبر ورکړی و  چې د غرمې ډوډۍ پر مهال په قول اردو ترهګر بريد کوي.))

نوموړي په دې هم ټينګار وکړ  چې ترهګرو ته د ځينو داسې کسانو لخوا د بريد په برخه کې اسانتيا برابره شوې  چې يو مهال په دغه قول اردو کې د بريدمل په توګه يې دنده ترسره کړې وه.

خو هغه د چا نوم په ډاګه نه کړ.

بلخوا د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد له مدني ټولنو څخه د مننې تر څنګ وويل چې په دغه چاره کې به ورسره پوره مرسته کوي.

نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل،   بايد هغه خلک  چې کاري وړتيا او ښه مديريت ونه لري پر دولتي دندو يې له سره غور وشي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.