مزارشريف (پژواک،۴غويي۹۶): د بلخ ولايتي شورا وايي چې پر شاهين قول اردو وروستى بريد ددې قول اردو د مسوولينو د بې غورۍ له امله رامنځته شوى دى.
د غويي په ۴مه، د مدني ټولنو غړو د بلخ د ولايتي شورا له رييس او مرستيال سره ګډه ناسته جوړه کړې وه.
په ياده ناسته کې د مدني ټولنو لخوا ولايتي شورا ته درې ماديز غوښتنليک وړاندې کړای شو، چې له مخې به يې مدني ټولنه د ولايتي شورا په مرسته پر شاهين قول اردو د بريد روانې څېړنې څاري او معلومات به يې له ولس سره شريکوي.
په ياده ناسته کې د مدني ټولنو استازي حيات الله جواد له څو نورو مدني فعالينو سره ياد غوښتنليک د ولايتي شورا رييس ته وسپاره.
نوموړي رسنيو ته وويل چې له دې چارې يې موخه د ملي اردو پر وړاندې د خلکو باور زياتول دي.
د هغه په وينا، دوی پر دولت سمونې لپاره نيوکې کوي، نه د هغو خلکو په څېر چې د دولت پر وړاندې د خپلو شخصي ګټو په خاطر ستونزې جوړوي.
د يادې ناستې په څنډه کې د ولايتي شورا مرستيال سيد عبدالله مسرور رسنيو ته وويل چې پر شاهين قول اردو د شوي ډله ييز بريد يو لامل د همدې قول اردو د مسوولينو بې غوري ده.
نوموړي زياته کړه: ((د بلخ ملي امنيت رياست له پېښې وړاندې دوه ځله قول اردو ته د رسمي مکتوب له لارې خبر ورکړی و چې د غرمې ډوډۍ پر مهال په قول اردو ترهګر بريد کوي.))
نوموړي په دې هم ټينګار وکړ چې ترهګرو ته د ځينو داسې کسانو لخوا د بريد په برخه کې اسانتيا برابره شوې چې يو مهال په دغه قول اردو کې د بريدمل په توګه يې دنده ترسره کړې وه.
خو هغه د چا نوم په ډاګه نه کړ.
بلخوا د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد له مدني ټولنو څخه د مننې تر څنګ وويل چې په دغه چاره کې به ورسره پوره مرسته کوي.
نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، بايد هغه خلک چې کاري وړتيا او ښه مديريت ونه لري پر دولتي دندو يې له سره غور وشي.
شاهين قول اردو د د ملي امنيت لخوا د رسېدلي مکتوب پخلي کوي، خو وايي چې ورته پېښې په هر حالت کې رامنځ ته کېدای شي.
د قول اردو وياند قهار ارام پژواک ته وويل، له دې سترګې نه پټوي، چې چا به بې غوري نه وي کړې؛ خو دا په دې مانا هم نه ده چې قول اردو ټولو منسوبينو بې غوري کړې ده.
نوموړي زياته کړه، د پېښې په تړاو ژورې څېړنې روانې دي چې تر دې دمه يې د قول اردو له ۱۵ ډېرو مشکوکو منسوبينو څېړنې شوې دي.
پر شاهين قول اردو د تېرې جمعې په ورځ د لسو وسله والو مخالفينو لخوا بريد وشو چې د جمعې د لمانځه پر مهال يې په جومات کې لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










