مزارشريف (پژواک، ۲۴ غويى ۹۶): ځوانان د برېښنايي لوستنې او په ټولنيزو رسنيو کې د بوختياوو تر څنګ د کتاب مطالعه هم مهمه بولي، له همدې امله له حکومت او په ځانګړې توګه له اطلاعات او فرهنګ رياست څخه د کتابي مطالعې په برخه کې د اسانتياوو غوښتنه کوي.
د غويي مياشتې وروستۍ اوونۍ د کتاب اوونۍ په نامه نومول شوې ده.
دغه اوونۍ د غويي په ۲۴مه، د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست انګړ کې د سلګونو کتابونو، نندارې په وړاندې کېدو پيل شوه.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو وويل، په ياد نندارتون کې د بلخ ولايت اووه خپرندويه ټولنو او کتابتونونو خپل سلګونه کتابونه نندارې ته وړاندې کړي دي.
نوموړي د کتاب مطالعه د سياسي، فرهنګي او ادبي علمي اساس جوړېدو لپاره اړينه وبلله.
هغه د يادې نندارې يوه موخه مطالعې ته د ځوانانو تشويقول او په ارزښت يې پوهول وګڼل.
خليق وويل، په وروستيو کلونو کې د ټولنيزو رسنيو او ور سره د برېښنايي مطالعې له دودېدو سره په ځوانانو کې د کتابي مطالعې ذوق کم شوی دی.
خو نوموړي ټينګار وکړ چې د کتاب مطالعه له ذوقه پورته د علمي اډانې جوړېدو لپار مهمه اړتيا ده.
خو ځينې ځوانان د کتابي مطالعې تر څنګ د ټولنيزو رسنيو بوختيا او د برېښنايي مطالعې دودېدل هم اړين بولي.
د بلخ ولايت اوسېدونکي عزت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، د ټولنيزو رسنيو له پيدا کېدو سره ډېری ځوانان ليکلو او لوستلو ته وهڅېدل.
نوموړي زياته کړه، په ټولنيزو رسنيو کې د وچې مطالعې تر څنګ تفريحي اړخ هم خورا پياوړی وي، چې د ځوانانو د ورماتېدو يو لامل هم دى.
خو د هغه په وينا، دا په دې معنا نه ده چې ځوانان دې عامې مطالعې ته شا کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP