منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په بلخ کې د کتاب اوونۍ پيل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۴ غويى ۹۶): ځوانان د برېښنايي لوستنې او په ټولنيزو رسنيو کې د بوختياوو تر څنګ د کتاب مطالعه هم مهمه بولي، له همدې امله له حکومت او په ځانګړې توګه له اطلاعات او فرهنګ رياست څخه د کتابي مطالعې په برخه کې د اسانتياوو غوښتنه کوي.

د غويي مياشتې وروستۍ اوونۍ د کتاب اوونۍ په نامه نومول شوې ده.

دغه اوونۍ د غويي په ۲۴مه، د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست انګړ کې د سلګونو کتابونو، نندارې په وړاندې کېدو پيل شوه.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو وويل، په ياد نندارتون کې د بلخ ولايت اووه خپرندويه ټولنو او کتابتونونو خپل سلګونه کتابونه نندارې ته وړاندې کړي دي.

نوموړي د کتاب مطالعه د سياسي، فرهنګي او ادبي علمي اساس جوړېدو لپاره اړينه وبلله.

هغه د يادې نندارې يوه موخه مطالعې ته د ځوانانو تشويقول او په ارزښت يې پوهول وګڼل.

خليق وويل، په وروستيو کلونو کې د ټولنيزو رسنيو او ور سره د برېښنايي مطالعې له دودېدو سره په ځوانانو کې د کتابي مطالعې ذوق کم شوی دی.

خو نوموړي ټينګار وکړ چې د کتاب مطالعه له ذوقه پورته د علمي اډانې جوړېدو لپار مهمه اړتيا ده.

خو ځينې ځوانان د کتابي مطالعې تر څنګ د ټولنيزو رسنيو بوختيا او د برېښنايي مطالعې دودېدل هم اړين بولي.

د بلخ ولايت اوسېدونکي عزت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، د ټولنيزو رسنيو له پيدا کېدو سره ډېری ځوانان ليکلو او لوستلو ته وهڅېدل.

نوموړي زياته کړه، په ټولنيزو رسنيو کې د وچې مطالعې تر څنګ تفريحي اړخ هم خورا پياوړی وي، چې د ځوانانو د ورماتېدو يو لامل هم دى.

خو د هغه په وينا، دا په دې معنا نه ده  چې ځوانان دې عامې مطالعې ته شا کړي.

عزت الله وويل، په نوره نړۍ کې لا هم کتاب او مطالعه خپل ځای لري؛ خو په افغانستان کې د تعليم د کمي له امله د کتاب ارزښت لا هم په لومړنيو حالاتو کې دی.

نوموړي زياته کړه، ځوانانو ته بويه چې په ټولنيزو رسنيو کې د بوختيا تر څنګ د کتاب مطالعه هم وکړي.

خو هغه له حکومت او په ځانګړې توګه له اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه غوښتنه وکړه، چې د کتابي مطالعې لپاره په ټولنه کې اسانتياوې ډېرې کړي او په ښه توګه ورته تبليغ وکړي.

عزت الله وايي، د عامه کتابتونونو ډېرېدل او مجهز کېدل به له ځوانانو سره د کتاب د مطالعې په برخه کې ښه مرسته وي.

نوموړي زياته کړه، معارف وزارت بايد په ښوونځيو کې نصابي کتابونو تر څنګ زده کوونکي له عامې مطالعې سره هم روږدي کړي او کتابتونونه ورته جوړ کړي.

ځوانان وايي، په افغانستان کې لا هم د مطالعې اسانتيا تر ښارونو پورې لنډه ده، په کليو کې لا هم ځوانان په سمه توګه ترې برخمن نه دي.

سيد علام سېلاب وايي، هم فيسبوک کاروي او هم د کتاب مطالعه کوي.

نوموړي زياته کړه، د فيسبوک له لارې د نورو له ليکونو او معلوماتو ګټه اخلي او تر څنګ يې خپل شخصيت هم نورو ته ښکاره کوي.

د هغه په خبره، د کتاب مطالعه يې پوهې لوړېدو لپاره مهمه ده او ځکه خو ورته ارزښت لري.

خو نوموړي وويل، دی دغه دواړه اسانتياوې يواځې په ښار کې د اوسېدو پر مهال لري، کله چې کلي ته لاړ شي، نو نه د کتاب مطالعې لپاره کتابتون شته او نه هم د فيسبوک کارولو اسانتيا په ښه او سمه توګه شته ده.

په ټوله کې ځوانان د مطالعې د دودېدو لپاره له حکومت څخه د ځوانانو د شعوري ويښتابه په موخه د جدي هڅو غوښتنه کوي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق وويل، د کتاب د مطالعې لپاره روان کمپاين به په بلخ ولايت کې د دغې اوونۍ تر پايه دوام وکړي.

نوموړي زياته کړه، د روانې اوونۍ په اوږدو کې به سيمه ييزې رسنۍ د کتاب او د کتاب د مطالعې د ارزښت په تړاو بېلا بېل پروګرامونه ولري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور