Language

“په فارياب کې ازبکستاني وسله وال له کورنيو سره مېشت شوي”

مزارشريف (پژواک،۸ غبرګولی۹۶): په فارياب کې له داعش سره تړاو لرونکې ازبکستاني وسله والې ډلې له خپلو کورنيو سره مېشتې شوې او د افغان حکومت پر خلاف يې جلب و جذب پيل کړى دى.

د سيمې اوسېدونکي وايي، ازبکستاني داعشي وسله والې ډلې يې کليو ته له کورنيو سره راغلي او په جوماتونو کې د افغان حکومت خلاف تبليغات کوي.

بلخوا د فارياب ولايتي شورا وايي، داعش وسله والې ډلې په ځينو غرنيو سيمو کې له کورنيو سره مېشتې شوې، جلب و جذب کوي او د تجهيز او تمويل چارې هم پر مخ وړي.

کوهستان، المار، پښتون کوټ او شيرين تګاب د فارياب هغه ولسوالۍ دي چې دولتي چارواکي په کې له داعش سره تړاو لرونکو وسله والو ډلو د شتون پخلی کوي.

څه موده وړاندې د شيرين تګاب ولسوالۍ په استانه بابا سيمه کې له داعش سره تړاو لرونکې د ازبکستاني وسله والو لس کورونه جوړ کړي دي.

د دغه کلي اوسېدونکي شفيع الله پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرې يوې مياشتې ورته لس کورنۍ ازبکستاني وسله وال راغلي، چې له داعش سره تړاو لري.

نوموړي زياته کړه: ((هغوى جومات ته د لمانځه لپاره راځي، سپکې او درنې وسلې ورسره وي، پرمختللې ښکاري، وسلې يې دوربينونه لري. خلکو ته تبليغات کوي، چې د خپل قوم ننګه وکړئ او د افغان دولت پر خلاف په جهاد کې د دوی ملتيا وکړئ.))

د هغه په وينا، په دې کلي کې افغان ازبک وسله وال هم شته، چې له بهرنيو داعشي ازبکستاني وسله والو سره کار نه لري.

د فارياب ولايتي شورا هم د دغه ولايت په غرنيو سيمو کې د بهرنيو داعش وسله والو د ځای پر ځای کېدو پخلی کوي.

د ولايتي شورا مرستيال عبدالاحد ايلبېګ پژواک ته وويل، له ډيرې مودې د فارياب په بېلا بېلو غرنيو سيمو کې بهرني داعش ازبکستاني وسله وال له خپلو کورنيو سره ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي زياته کړه، دوی جلب وجذب هم پيل کړی او ورسره تجهيز او تمويل هم کوي.

د هغه په وينا، له تېرو دوه کلونو راهيسې د فارياب امنيتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي او حکومت يې پر وړاندې غلی دی.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.