منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“په فارياب کې ازبکستاني وسله وال له کورنيو سره مېشت شوي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

مزارشريف (پژواک،۸ غبرګولی۹۶): په فارياب کې له داعش سره تړاو لرونکې ازبکستاني وسله والې ډلې له خپلو کورنيو سره مېشتې شوې او د افغان حکومت پر خلاف يې جلب و جذب پيل کړى دى.

د سيمې اوسېدونکي وايي، ازبکستاني داعشي وسله والې ډلې يې کليو ته له کورنيو سره راغلي او په جوماتونو کې د افغان حکومت خلاف تبليغات کوي.

بلخوا د فارياب ولايتي شورا وايي، داعش وسله والې ډلې په ځينو غرنيو سيمو کې له کورنيو سره مېشتې شوې، جلب و جذب کوي او د تجهيز او تمويل چارې هم پر مخ وړي.

کوهستان، المار، پښتون کوټ او شيرين تګاب د فارياب هغه ولسوالۍ دي چې دولتي چارواکي په کې له داعش سره تړاو لرونکو وسله والو ډلو د شتون پخلی کوي.

څه موده وړاندې د شيرين تګاب ولسوالۍ په استانه بابا سيمه کې له داعش سره تړاو لرونکې د ازبکستاني وسله والو لس کورونه جوړ کړي دي.

د دغه کلي اوسېدونکي شفيع الله پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرې يوې مياشتې ورته لس کورنۍ ازبکستاني وسله وال راغلي، چې له داعش سره تړاو لري.

نوموړي زياته کړه: ((هغوى جومات ته د لمانځه لپاره راځي، سپکې او درنې وسلې ورسره وي، پرمختللې ښکاري، وسلې يې دوربينونه لري. خلکو ته تبليغات کوي، چې د خپل قوم ننګه وکړئ او د افغان دولت پر خلاف په جهاد کې د دوی ملتيا وکړئ.))

د هغه په وينا، په دې کلي کې افغان ازبک وسله وال هم شته، چې له بهرنيو داعشي ازبکستاني وسله والو سره کار نه لري.

د فارياب ولايتي شورا هم د دغه ولايت په غرنيو سيمو کې د بهرنيو داعش وسله والو د ځای پر ځای کېدو پخلی کوي.

د ولايتي شورا مرستيال عبدالاحد ايلبېګ پژواک ته وويل، له ډيرې مودې د فارياب په بېلا بېلو غرنيو سيمو کې بهرني داعش ازبکستاني وسله وال له خپلو کورنيو سره ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي زياته کړه، دوی جلب وجذب هم پيل کړی او ورسره تجهيز او تمويل هم کوي.

د هغه په وينا، له تېرو دوه کلونو راهيسې د فارياب امنيتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي او حکومت يې پر وړاندې غلی دی.

ايلبېګ وويل، که چېرې حکومت د بهرنيو ترهګرو پر وړاندې همداسې چپ پاتې شي، نو ستونزې به د ټول شمال لپاره ډېرې شي.

خو د فارياب حکومتي چارواکي د داعشي وسله والو د شتون د پخلي تر څنګ وايي، په هېڅ سيمه کې وسله وال مخالفين د حکومت پر خلاف د جګړې وس نه لري.

خو د فارياب د والي وياند جاوېد بيدار پژواک ته وويل، د دې ولايت په پښتون کوټ، المار، کوهستان او شيرين تګاب ولسواليو کې د بهرنيو داعش وسله والو د ځای پر ځای کېدو خبرونه دوی ته رسېدلي دي.

نوموړي زياته کړه، د عملياتو پر مهال هم وخت ناوخته ګڼ شمېر ازبکستاني وسله وال وژل شوي او جسدونه يې پر ميدان پاتې کيږي.

د هغه په وينا، که څه هم لا ورته د دغو بهرنيو وسله والو د کره شمېرو په اړه معلومات نه کېږي؛ خو پر وړاندې يې  امنيتي ځواکونو جدي کار روان کړى دى.

بيدار وويل، له تېر يو کاله راهيسې په فارياب کې امنيتي حالت د ښه کېدو پر لور روان دى او وسله والو مخالفينو روحيه له لاسه ورکړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه