کلات (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٦): په زابل ولايت کې د د وو چاودنو له امله دوه ماشومان او څلور پوليس وژل شوي دي.
د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلانی فراهي د غبرګولي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چاودنه تېر مازيګر د سيوري ولسوالۍ د عمرزو په کلي کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د ١٠ او ١٢ کلونو په عمرونو کې دوه ماشومان وژل شوي دي.
ددې ولايت يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې تېر مازيګر په ارغنداب ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله څلور پوليس وژل شوي او يو تن يې ټپي دى.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.