ژبه

مشعل: د بشپړ غړیتوب له دریځه به په مسلکي ډول ساتنه کوو

کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٦): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل وايي، د نړيوالې شورا هېڅ يوه غړي هېواد د افغانستان د بشپړ غړيتوب مخالفت ونه کړ او له دې دريځه به په مسلکي ډول ساتنه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل، اجرایوي رئیس شفیق الله ستانکزی او عملیاتي رئیس فیروز خان په لندن کې د کرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې له ګډون او د بشپړ غړیتوب د دریځ له ترلاسه کولو وروسته، نن کابل ته راورسېدل.

د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د کرکټ پخوانیو چارواکو، د هوایي ډګر مشرتابه، دولتي مامورینو، د کرکټ پخوانیو او اوسنیو ملي لوبغاړو، د کرکټ مینه والو او د رسنیو همکارانو د کرکټ بورډ له مشرتابه څخه تود هرکلی وکړ.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل په يوه خبري کنفرانس کې د کرکټ بورډ له پخوانیو مسوولینو مننه وکړه، چې د ډېرو زحمتونو په ګاللو سره یې کرکټ په افغانستان کې پیل کړ.

هغه زياته کړه: ((موږ د ټولو رایو په ترلاسه کولو سره د کرکټ نړیوالې شورا دایمي غړیتوب ترلاسه کړ. زه د دغې سترې لاسته راوړنې مبارکي ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کابینې غړو، د کرکټ بورډ غړو، خپل اداري ټیم، پخوانیو او اوسنیو ملي لوبغاړو، د کرکټ مینه والو او هېوادوالو ته وایم. موږ تر دغه تاریخي پړاوه د رارسېدو لپاره د زړه له کومې کار وکړ او د بشپړ غړیتوب له دریځ څخه به په خورا مسلکي ډول ساتنه کوو.))

مشعل وويل، بشپړ غړيتوب ترلاسه کول اسانه کار نه و، له غونډې مخکې يې د هر هېواد له استازو سره جلا جلا ليدنې يې درلودې او هغوى ته يې قناعت ورکړ.

نوموړي زياته کړه، د انګلستان استازو د ښځينه لوبډلې پر نشتوالي نيوکه درلوده، دغه راز هندوستان، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو هم خبرې درلودلې، خو هغوى ټولو ته يې بشپړ قناعت ورکړ.

هغه وايي، د دې بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو کې د ملي لوبډلې برياوې، اداري فعاليتونه، مالي منابع او د کورني کرکټ پرمختګ مهم رول لوبولى دى.

 د کرکټ بورډ مشر وويل، د بشپړ غړيتوب دريځ په مشروط ډول د درېيو کالو لپاره ورکړل شوى او اوس د دې ساتنه هم لوى مسووليت دى.

د ده په وينا، افغانستان يواځينى هېواد دى چې په ١٣ کلونو کې يې وکولى شول بشپړ غړيتوب ترلاسه کړي؛ تر اوسه بل کوم هېواد دغه کارنامه نه وه کړې.

مشعل وويل، افغانانو د کابل د حضوري چمن له ګردو او دوړو څخه کرکټ پيل کړ، د چپسو په خوړلو سره يې دې لوبې ته پرمختګ وکړ او دا دى نن د نړۍ د لومړۍ درجې هېواد شو.

 ده زياته کړه: ((نړيوالو ته مو دا ثابته کړه چې ماتې نه منونکي يو.))

login or register a new account.