کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٦): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل وايي، د نړيوالې شورا هېڅ يوه غړي هېواد د افغانستان د بشپړ غړيتوب مخالفت ونه کړ او له دې دريځه به په مسلکي ډول ساتنه کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل، اجرایوي رئیس شفیق الله ستانکزی او عملیاتي رئیس فیروز خان په لندن کې د کرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې له ګډون او د بشپړ غړیتوب د دریځ له ترلاسه کولو وروسته، نن کابل ته راورسېدل.
د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د کرکټ پخوانیو چارواکو، د هوایي ډګر مشرتابه، دولتي مامورینو، د کرکټ پخوانیو او اوسنیو ملي لوبغاړو، د کرکټ مینه والو او د رسنیو همکارانو د کرکټ بورډ له مشرتابه څخه تود هرکلی وکړ.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل په يوه خبري کنفرانس کې د کرکټ بورډ له پخوانیو مسوولینو مننه وکړه، چې د ډېرو زحمتونو په ګاللو سره یې کرکټ په افغانستان کې پیل کړ.
هغه زياته کړه: ((موږ د ټولو رایو په ترلاسه کولو سره د کرکټ نړیوالې شورا دایمي غړیتوب ترلاسه کړ. زه د دغې سترې لاسته راوړنې مبارکي ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کابینې غړو، د کرکټ بورډ غړو، خپل اداري ټیم، پخوانیو او اوسنیو ملي لوبغاړو، د کرکټ مینه والو او هېوادوالو ته وایم. موږ تر دغه تاریخي پړاوه د رارسېدو لپاره د زړه له کومې کار وکړ او د بشپړ غړیتوب له دریځ څخه به په خورا مسلکي ډول ساتنه کوو.))
مشعل وويل، بشپړ غړيتوب ترلاسه کول اسانه کار نه و، له غونډې مخکې يې د هر هېواد له استازو سره جلا جلا ليدنې يې درلودې او هغوى ته يې قناعت ورکړ.
نوموړي زياته کړه، د انګلستان استازو د ښځينه لوبډلې پر نشتوالي نيوکه درلوده، دغه راز هندوستان، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو هم خبرې درلودلې، خو هغوى ټولو ته يې بشپړ قناعت ورکړ.
هغه وايي، د دې بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو کې د ملي لوبډلې برياوې، اداري فعاليتونه، مالي منابع او د کورني کرکټ پرمختګ مهم رول لوبولى دى.
د کرکټ بورډ مشر وويل، د بشپړ غړيتوب دريځ په مشروط ډول د درېيو کالو لپاره ورکړل شوى او اوس د دې ساتنه هم لوى مسووليت دى.
د ده په وينا، افغانستان يواځينى هېواد دى چې په ١٣ کلونو کې يې وکولى شول بشپړ غړيتوب ترلاسه کړي؛ تر اوسه بل کوم هېواد دغه کارنامه نه وه کړې.
مشعل وويل، افغانانو د کابل د حضوري چمن له ګردو او دوړو څخه کرکټ پيل کړ، د چپسو په خوړلو سره يې دې لوبې ته پرمختګ وکړ او دا دى نن د نړۍ د لومړۍ درجې هېواد شو.
ده زياته کړه: ((نړيوالو ته مو دا ثابته کړه چې ماتې نه منونکي يو.))
اجرایوي رئیس شفیق الله ستانکزي په خپلو خبرو کې د کرکټ د نړیوالې شورا د دایمي غړیتوب د دریځ د ګټو او ټولو اړخونو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
نوموړي هم د کرکټ د پخوانیو غړو او لوبغاړو او اداري ټیم څخه مننه وکړه چې د دایمي غړیتوب هیلې یې په حقیقت واړولې او افغانستان د نړۍ د کرکټ د غوره غړو په کتار کې شامل شو.
ستانکزي وويل، اوس به د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د افغانستان مالي بوديجه زياته شي، چې ورسره به د افغانستان کرکټ ډېر پرمختګ وکړي.
هغه زياته کړه، هره لاسته راوړنه له ځانه سره ننګونې لري او د افغانستان کرکټ بورډ ټول کارکوونکي به د يوه ټيم په توګه له دې ننګونو سره مقابله کوي.
دى وايي، افغانستان له دې وروسته کولى شي له هر هېواد سره ټسټ لوبه وکړي او يوه ورځ به افغانستان د اسټراليا د لوبډلې کوربه وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










