Language

په بلخ کې له کروندګرو د ښاروالۍ د اجارې په پلمه باج اخیستل کېږي

مزارشريف (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۶): د بلخ ولايت د ځينو ولسواليو کروندګر او قومي مشران وايي چې د ښاروالۍ د اجارې په پلمه ترې اجاره داران باج اخلي.

د دغه ولايت د چاربولک، چمتال، بلخ او دولت اباد ولسواليو کروندګر وايي چې مزارشريف ښار ته د خپلو کرنيزو حاصلاتو د لېږد پر مهال ترې څلور پنځه ځايه پيسې اخيستل کېږي چې له امله يې دوی له زيان سره مخ دي.

ښاروالي هم د ادارې د اجارې په نامه له خلکو د ډېرو پيسو اخيستو پخلی کوي؛ خو په دې هم ټينګار کوي چې خلک بايد د ښاروالۍ د لايحې مطابق اجاره ورکړي.

د چاربولک ولسوالۍ قومي مشر حاجي محمد اقبال يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ولسوالۍ تر مزارشريف ښار پورې په کمربندونو کې د ښاروالۍ ولاړ اجاره داران د لايحې مطابق پيسې نه اخلي، زياتوالی په کې راولي.

نوموړي زياته کړه چې د ښاروالۍ اجاره داران له خلکو د اجارې په نامه باج اخلي.

هغه وويل: ((عام خلک د خپل عزت خوندي ساتلو له امله پيسو ورکولو ته مجبورېږي، که نه له اجاره دارانو سره د ماشومانو د لوبو د لرګيو په څېر لرګي دي؛ په سر سر يې وهي.))

کروندګر وايي چې له دوی څخه په يوځای کې نهؤ بلکې له ولسوالۍ تر مزارشريف ښار پورې څلور پنځه ځايه پيسې اخيستل کېږي.

د دولت اباد ولسوالۍ کروندګر محمدکريم پژواک ته وويل چې دوی تر ښار بار بار دومره اجاره ورکوي چې په اخر کې يې د ګټې پر ځای تاوان کړی وي.

نوموړي زياته کړه: ((له ولسوالۍ چې وځي نو اجاره داران ولاړ وي. يو ځل دلته اجاره اخلي، کله چې د بلخ څلورلارې ته ورسېږي، بيا يې اخلي. کله چې د ښار کمربند ته ورسېږي، بيا اجاره اخيستل کېږي، او کله چې منډيي کې ښکته کېږي نو بيا به اجاره ورکوې.))

د هغه په وينا، که يو موټر هندواڼې ۴زره افغانۍ بيه لري؛ نو د موټر له کرايه سره ترې پر لاره دومره اجاره اخيستل کېږي، چې په اخر کې کروندګر ته ايله ۵۰۰ افغانۍ ګټه پاتې وي.

محمد کريم وايي چې دوی د ښاروالۍ مطابق د اجارې له ورکولو ډډه نه کوي؛ خو چې په اصولو او قانون برابره وي.

د بلخ ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالقيوم وايي چې د ولسواليو اوسېدونکي تر ښار پورې د هر څېر لېږد يو مصيبت دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.