منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په بلخ کې له کروندګرو د ښاروالۍ د اجارې په پلمه باج اخیستل کېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۶): د بلخ ولايت د ځينو ولسواليو کروندګر او قومي مشران وايي چې د ښاروالۍ د اجارې په پلمه ترې اجاره داران باج اخلي.

د دغه ولايت د چاربولک، چمتال، بلخ او دولت اباد ولسواليو کروندګر وايي چې مزارشريف ښار ته د خپلو کرنيزو حاصلاتو د لېږد پر مهال ترې څلور پنځه ځايه پيسې اخيستل کېږي چې له امله يې دوی له زيان سره مخ دي.

ښاروالي هم د ادارې د اجارې په نامه له خلکو د ډېرو پيسو اخيستو پخلی کوي؛ خو په دې هم ټينګار کوي چې خلک بايد د ښاروالۍ د لايحې مطابق اجاره ورکړي.

د چاربولک ولسوالۍ قومي مشر حاجي محمد اقبال يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ولسوالۍ تر مزارشريف ښار پورې په کمربندونو کې د ښاروالۍ ولاړ اجاره داران د لايحې مطابق پيسې نه اخلي، زياتوالی په کې راولي.

نوموړي زياته کړه چې د ښاروالۍ اجاره داران له خلکو د اجارې په نامه باج اخلي.

هغه وويل: ((عام خلک د خپل عزت خوندي ساتلو له امله پيسو ورکولو ته مجبورېږي، که نه له اجاره دارانو سره د ماشومانو د لوبو د لرګيو په څېر لرګي دي؛ په سر سر يې وهي.))

کروندګر وايي چې له دوی څخه په يوځای کې نهؤ بلکې له ولسوالۍ تر مزارشريف ښار پورې څلور پنځه ځايه پيسې اخيستل کېږي.

د دولت اباد ولسوالۍ کروندګر محمدکريم پژواک ته وويل چې دوی تر ښار بار بار دومره اجاره ورکوي چې په اخر کې يې د ګټې پر ځای تاوان کړی وي.

نوموړي زياته کړه: ((له ولسوالۍ چې وځي نو اجاره داران ولاړ وي. يو ځل دلته اجاره اخلي، کله چې د بلخ څلورلارې ته ورسېږي، بيا يې اخلي. کله چې د ښار کمربند ته ورسېږي، بيا اجاره اخيستل کېږي، او کله چې منډيي کې ښکته کېږي نو بيا به اجاره ورکوې.))

د هغه په وينا، که يو موټر هندواڼې ۴زره افغانۍ بيه لري؛ نو د موټر له کرايه سره ترې پر لاره دومره اجاره اخيستل کېږي، چې په اخر کې کروندګر ته ايله ۵۰۰ افغانۍ ګټه پاتې وي.

محمد کريم وايي چې دوی د ښاروالۍ مطابق د اجارې له ورکولو ډډه نه کوي؛ خو چې په اصولو او قانون برابره وي.

د بلخ ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالقيوم وايي چې د ولسواليو اوسېدونکي تر ښار پورې د هر څېر لېږد يو مصيبت دی.

نوموړي زياته کړه چې پوسته پيسې اخلي، ترافيک يې اخلي د ښاروالۍ اجاره دار يې اخلي او کمربند يې اخلي.

هغه د انصاف غوښتنه وکړه: ((موږ له والي، وزير، جمهور رئيس، ښاروال، ولسوال، قومندان او عسکر څخه د انصاف غوښتنه کوو، نور ولس پوزې ته راغلی دی، که نه راشئ بم پرې واچوئ، چې ټول ترې خلاص شئ.))

د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد هم د يادو ستونزو پخلی وکړ.

نوموړي پژواک ته وويل چې د يادو ولسواليو اوسېدونکي ورته په شکايت ورغلي وو چې په لارو کې ترې په زور زياتي پيسې اخيستل کېږي.

د هغه په وينا، خلک د ښاروالۍ د اجارې په نامه، د پوليسو د جر پولي په نامه له پيسو اخيستو شکايت درلود.

حديد وويل چې د خلکو شکايت له کرنيزو حاصلاتو د قانوني اجارې په تړاو هم و چې له مرکزه ټاکل شوې او دلته د کروندګرو سيمه ييزې ستونزې پکې په نظر کې نه دي نيول شوي.

د نوموړي په وينا، په همدې موخه به دوی جدي څارنه کوي، او له اړوندو ارګانونو سره به په جدي توګه د خلکو د ستونزو په حل کې مرسته کوي.

د مزارشريف ښاروال هم د اجارې په نامه له خلکو د ډېرو پيسو اخيستل رد نه کړل.

ښاروال نصيراحمد عيني پژواک ته وويل: ((دا نه شم ردولی چې په کمربندونو کې ولاړ اجاره داران له خلکو ډېرې پيسې نه اخلي.))

خو نوموړي پر دې هم ټينګار وکړ چې خلک بايد د لايحې مطابق پيسې اجاره دارانو ته ورکړي.

د هغه په وينا، لايحه دوی نه بلکې له مرکزه څخه لېږل شوې چې دوی يې بايد د قانون مطابق عملي کړي.

ښاروال د هغو اجاره دارانو پر وړاندې چې له خلکو ډېرې پيسې اخلي، د قانون چلند ژمنه وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه