شبرغان (پژواک، ٢٤ زمرى٩٦: جوزجان ولايت کې يو شمېر ځوانان وايي، د بې روزګارۍ او د نفقې نه پيدا کېدو له امله، اړ دي چې د وسله والو مخالفينو له ليکو سره يوځاى شي.
د جوزجان يوه مدني فعال او ځوان اميرمحمد تصوير حبيبي وويل: “يو شمېر ځوانان د لوړو زده کړو له موسسو څخه له فراغت وروسته بې روزګاره پاتې کېږي، چې دا کار منفي پديدو ته د دوى د راګرځېدو لامل شوى دى.”
نوموړي زياته کړه، کله چې يو ځوان له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي، لومړنى فکر چې د ده مخ ته دريږي؛ د وسله والو مخالفينو له ليکو سره د دوى يوځاى کېدل دي.
هغه وويل: “که چېرې ماته هم د کار زمينه برابره نه شي، اړ يم چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره يوځاى شم، مجبوره يم له يوې لارې ځان او کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړم.”
بلخوا د جوزجان د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرزاق پژواک ته وويل، وسله وال طالبان او داعش ډله تر ډېره د دغه ولايت په ولسواليو کې په بې روزګاره ځوانانو پسې ګرځي او دوى سره د ډېرو نغدو پيسو په ژمنې؛ دوى خپلو ليکو ته هڅوي.
ياد ٢٠ کلن ځوان د خپلو خبرو په دوام کې وويل، وسله وال مخالفين هم تر ډېره له ٢٠ کلونو لاندې ځوانانو ډېر کار کوي؛ ځکه ډېر ژر تر اغېز لاندې راځي.
عبدالرزاق زياته کړه: “زه هم په خپله د هغو کسانو له ډلې يم چې داعش او طالبانو راته څو ځلې له دوى سره د همکارۍ کولو وړانديز کړى، خو د درزاب ولسوالۍ پرېښودل مې ښه وګڼل او له هغه وروسته له خپلو درېيو نورو ملګرو سره ايران ته ولاړو. له وسله والو سره له يوځاى کېدو ايران ته تګ بهتره دى.”
د جوزجان سيمه ييز چارواکي هم مني چې وسله وال مخالفين په دغه ولايت کې د ځوانانو له بې روزګارۍ ګټه پورته کوي.
د درزاب ولسوال بازمحمد داور هم ومنله چې بې روزګارۍ هغه عامل دى چې له وسله والو مخالفينو سره د ځوانانو يوځاى کېدو ته زمينه برابره کوي.
د ياد سيمه ييز چارواکي په وينا، په ياده ولسوالۍ کې دا معمول ده، د چا په مخ چې ږيره راشي، نو بايد خپل کور ته نفقه پيدا کړي.
هغه زياته کړه: “په يو شمېر کورنيو کې اقتصادي ستونزې د دې لامل کېږي، چې ځوانان يا د امنيتي ځواکونو له ليکو سره يوځاى شي، يا هم له مخالفينو سره او يا هم ايران او يا پاکستان ته ولاړ شي. جګړې له ځوانې طبقې د ارامه ژوند کولو فرصت اخيستى او د دوى ژوند يې له ننګونې سره مخ کړى دى.”
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو مدير اخترمحمد فيضي، د دغه ولايت د ځوانانو په وړاندې بې روزګاري عمده ګواښ وباله او زياته يې کړه، د دغه ولايت په ډېرى ادارو کې چوکۍ د اړيکو او سليقو له مخې وېشل کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل: “زموږ د ځوانانو تېښته او کډوالي د هېواد د راتلونکي پر وړاندې سخت اندېښمنوونکي دي، چې ان د امنيتي ځواکونو پر تشکيلاتي برخې هم منفي اغېز کړى دى.”
د هغه په وينا، اوسمهال په دغه ولايت کې هيڅ پروژه باندې هم کار نه دى روان، څو له مخې يې يو شمېر ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي او د ځوانانو پر ژوند مثبت اغېز وکړي.
فيضي له سيمه ييزو چارواکو او دولت غوښتنه وکړه، چې يادې ستونزې ته د پاى ټکى کېږدي.
په دغه ولايت کې نه يواځې هلکان بلکې تحصيل کړې نجونې هم د فرصتونو له نه شتون شکايت کوي.
د شبرغانو ښار يوې مدني فعالې زهرا راشد وويل، په دغه ولايت کې ښځو او نجونو ته هم د کار زمينه نه ده برابره.
هغې زياته کړه: “که چېرې نجونو ته د کاري فرصت زمينه برابره شي، له شک پرته داسې استعدادونه لري چې د ډېرو لوړو کارونو د پر مخ وړلو وړتيا لري او په اوسنۍ ټولنه کې ډېرې داسې ښځې لرو، چې ډاکټرانې دي، انجنيرانې دي او سياستمدارنې دي او د دولت په لوړو څوکيو کار کوي.”
دغه راز د ياد ولايت سيمه ييز چارواکو د ځوانانو ټولنې ستونزي مني.
د جوزجان ولايت مرستيال انجنير عبدالرحمن محمودي پژواک ته وويل: “موږ د خپلو ځوانانو ستونزې وينو، چې له همدې امله د دوى د جذب لپاره د کوچينو اقتصادي او پراختيايي پروژو په جوړښت کې له ډېرو کمو امکاناتو ګټه پورته کوو.”
هغه څرګنده کړه، له دې وروسته به د دې ولايت له ټولو موسسو غوښتنه وکړي چې په دغه ولايت کې شته ځوانان د خپلو کارکوونکو په توګه جذب کړي، چې له همدې لارې به د ځوانانو شته ستونزې حل شي.
د جوزجان ياد لوړپوړي چارواکي د جوزجان له ځوانانو سره ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به ورته کاري زمينه مساعده کړي او سيمه ييزه اداره به له بېلابېلو لارو د ځوانانو د بې روزګارۍ ستونزۍ ته د پاى ټکى کېږدي.