اسعد اباد (پژواک، ٢٤ وږى ٩٦): ځايي چارواکي وايي چې داعش وسله والې ډلې په کونړ ولايت کې له دوو ملکي وګړو سرونه غوڅ کړي دي.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې داعش وسله والو دغه کسان څو ورځې مخکې له ماڼوګي ولسوالۍ تښتولي وو.
نوموړي د داعش وسله والو هغه ادعا رد کړه چې ګواکې وژل شوي کسان دولت او يا هم بهرنيو ځواکونو ته جاسوسي کوله او يا يې ورسره دنده لرله.
داعش ډلې ويلي چې دا دوه کسان يې دولت او بهرنيو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کونړ امنيه قوماندان پرون پژواک ته وويل چې په کونړ ولايت کې يې داعش ډله ځپلې ده.
login or register a new account.