قلعه نو (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٦): د دولت د وسله والو مخالفينو په بريد کې د بادغيس ولايت د ابکمري ولسوالۍ امنيه قوماندان له يو ساتونکي سره وژل شوى دى.
د ابکمري ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ يوه افسر عبدالحميد د لیندۍ په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دولت وسله والو مخالفينو د ولسوالۍ د مرکز ختيځ لور ته د پوليسو پر يوه پوسته بريد وکړ.
هغه وويل چې د ابکمري امنيه قوماندان سمونيار غلام رسول له نورو پوليسو سره د دې پوستې مرستې ته ورتلل، خو د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شول.
د ده په وينا، په کمين کې غلام رسول او د هغه يو ساتونکى چې د خور زوى يې هم و، وژل شوي دي.
دى وايي چې په بريد کې د پوليسو يو ټانک هم له منځه تللى.
د عبدالحميد په وينا، پر ياده پوسته د بريد پر مهال دوه پوليس او يو وسله وال مخالف ټپيان شوي او يو د دولت وسله وال مخالف وژل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه هم د دې ولسوالۍ د مرکز اړوند سيمه کې پر يوه پوسته د وسله والو مخالفينو په بريد کې دوه پوليس وژل شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP