کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د اوسېدنې مودې د يوې مياشتې پر غځولو اندېښنه ښودلې او ويلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره په ګډه به له پاکستان سره دا موضوع مطرح کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠١٧ زېږديز کال د ډسمبر په ٣١مه په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده پوره شوې ده.
د پاکستان کابينې پرون په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده يواځې د يوې مياشتې لپاره وغځوله.
کابينې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو په ستنولو کې مرسته وکړي؛ ځکه چې افغان کډوالو د پاکستان پر اقتصاد يو بوج دى.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مرستيال زردشت شمس د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى هيله من وو چې پاکستان به د اوږدې مودې لپاره د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه وغځوي.
هغه زياته کړه چې د افغانستان حالاتو، ځمکنيو حقايقو او ستونزو ته په کتلو سره بايد د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره يوه واقعبينانه نېټه وټاکل شي.
شمس وايي: ((د پاکستان د کابينې وروستۍ پرېکړه موږ ته د اندېښنې وړ ده، ممکن په دې موده کې پاکستاني امنيتي ځواکونه د افغان کډوالو پر ځورولو لاس پورې کړي.))
د نوموړي کډوال يوه انساني او بشري موضوع ده او د نړيوالو اصولو په رڼا کې بايد چې رسيدګي ورته وشي.
هغه زياته کړه چې سبا د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ درې اړخيزه غونډه ده چې پر دې موضوع به هم بحث وشي.
د نوموړي په وينا، هسې هم د ٢٠١٨ زېږديز کال د مارچ مياشتې تر ٣٠ پورې له پاکستانه د راجستر شوو کډوالو د ستنېدو پروسه ځنډېدلې ده، فکر نه کوي د کابينې پرېکړه وروستۍ وي.
د افغان سفارت مرستيال وايي چې نن يې په اسلام اباد کې د امريکا سفارت د کډوالو چارو له مسوول پيټريک وينګيټ سره هم ليدلي او له هغه سره يې د افغان کډوالو پر ستونزې خبرې وکړې.
د هغه په وينا، هغوى هم د افغان کډوالو د ايستلو پر موضوع اندېښنه لرله.
login or register a new account.