منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۷ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د کډوالو په اړه د پاکستان پر تازه پرېکړې اندېښنه وښوده

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د اوسېدنې مودې د يوې مياشتې پر غځولو اندېښنه ښودلې او ويلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره په ګډه به له پاکستان سره دا موضوع مطرح کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠١٧ زېږديز کال د ډسمبر په ٣١مه په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده پوره شوې ده.

د پاکستان کابينې پرون په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده يواځې د يوې مياشتې لپاره وغځوله.

کابينې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو په ستنولو کې مرسته وکړي؛ ځکه چې افغان کډوالو د پاکستان پر اقتصاد يو بوج دى.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مرستيال زردشت شمس د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوى هيله من وو چې پاکستان به د اوږدې مودې لپاره د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه وغځوي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان حالاتو، ځمکنيو حقايقو او ستونزو ته په کتلو سره بايد د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره يوه واقعبينانه نېټه وټاکل شي.

شمس وايي: ((د پاکستان د کابينې وروستۍ پرېکړه موږ ته د اندېښنې وړ ده، ممکن په دې موده کې پاکستاني امنيتي ځواکونه د افغان کډوالو پر ځورولو لاس پورې کړي.))

د نوموړي کډوال يوه انساني او بشري موضوع ده او د نړيوالو اصولو په رڼا کې بايد چې رسيدګي ورته وشي.

هغه زياته کړه چې سبا د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ درې اړخيزه غونډه ده چې پر دې موضوع به هم بحث وشي.

د نوموړي په وينا، هسې هم د ٢٠١٨ زېږديز کال د مارچ مياشتې تر ٣٠ پورې له پاکستانه د راجستر شوو کډوالو د ستنېدو پروسه ځنډېدلې ده، فکر نه کوي د کابينې پرېکړه وروستۍ وي.

د افغان سفارت مرستيال وايي چې نن يې په اسلام اباد کې د امريکا سفارت د کډوالو چارو له مسوول پيټريک وينګيټ سره هم ليدلي او له هغه سره يې د افغان کډوالو پر ستونزې خبرې وکړې.

د هغه په وينا، هغوى هم د افغان کډوالو د ايستلو پر موضوع اندېښنه لرله.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې يو ميليون او ٦٠٠ زره راجستر شوي او شاوخوا ٧٠٠زره غير راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي چې اوس د دوى د راجستر کولو پروسه هم روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره مياشت پژواک ته ويلي وو چې پاکستان د يوه بل کال لپاره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو مودې غځولو هوکړه کړې ده.

د دغه وزارت رسنيز سلاکار حفيظ احمد مياخېل ويلي وو، پاکستان دغه هوکړه په ترکيه کې د درې اړخیز کمېسیون په ٢٩مې غونډه کې کړې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفيظ احمد مياخېل زياتوي چې په دې درې اړخيزه غونډه کې يو سند هم لاسليک شو چې له مخې به يې پاکستان تر راتلونکي يو بل (٢٠١٨ کال د ډسمبر ۳۱مه) کال پورې د افغان کډوالو د اوسېدو د نېټې له غځولو سره موافقه وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال